د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل لسمه ورځ؛ ۳۵۱ ملکي وګړي وژل شویدي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په اوکراین باندې د روسیې د برید په لسمه ورځ اعلان وکړ چې د یرغل له پیل راهیسې په اوکراین کې شاوخو ۳۵۱ ملکي وګړي وژل شویدي او ۷۰۷ کسه نور ټپیان شویدي.

د روسیې جمهور رييس ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۴ مې په اوکراین باندې پوځي عملیات پیل کړل او نورو هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ که چیرې د روسیې د برید په وړاندې له اوکراین سره ودریږي له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ ناظرین وايي ملکي کسانو ته ډیر تلفات د هغو توغندیو او بمونو له امله رامنځته کیږي چې د تخریب ساحه یې پراخه ده.

دغه سازمان ويلي د دې احتمال شته چې په اوکراین باندې د روسیې د برید د تلفاتو واقعي شمیرې ښايي ډیرې لوړې وي.

اوکراین ادعا کړېده چې په نښتو کې د دوه زرو پورې ولسي خلک وژل شویدي.

له کلابند شویو سیمو څخه د ملکیانو د وتلو لپاره له اوربند څخه سرغړونه

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په لسمه ورځ، له دوه محاصره شویو ښارونو څخه د ملکي خلکو د وتلو لپاره د روسیې او اوکراین ترمنځ شوی اوربند په ډیرې چټکۍ سره د روسي ځواکونو له خوا نقض شو.

اوکرایني مقاماتو ویلي، د شنبې په ورځ د اوربند له هوکړې یواځې څوساعته وروسته د روسي ځواکونو د بمبارۍ له کبله د ملکیانو د وتلو عملیات ودرول شول.

خو د روسیې د دفاع وزارت اوکرایني ځواکونه د ماریوپول او ولنوواخا په ښارونو کې په دې تورنوي چې د دغو سیمو داوسېدونکو د وتلو مخه یې نیولې ده.

د رویټرز د خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی و چې ځواکونو یې د ماریوپول او ولنوواخا د ښارونو په شاوخوا کې د خلکو د وتلو لپاره خوندي لارې جوړې کړې دي.

د دغه رپوټ له مخې د ماریوپول د ښار اوسېدونکوته د وتلو لپاره پنځه ساعته وخت ورکړل شوی و. له دې وړاندې د روسي ځواکونو له خو د محاصره بندري ښار ماریوپول ښاروال ویلي و چې په دغه ښار کې اوبو او برېښنا نشته او د خوراکي توکو زیرمه یې مخ په خلاصېدو ده.

په همدې حال کې د رپوټونو له مخې روسي ځواکونه هڅه کوي چې له شمال لوري د اوکراین پایتخت کیف ته ځان نږدې کړي خو له سخت مقاومت سره مخامخ دي.

پوتین وايي د لویدیځ بندیزونه د جنګ اعلان دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ وویل چې په روسیې باندې د لویديځ له خوا د بندیزونو لګول د جنګ د اعلان په معنی دي. هغه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په دفاع کې وویل چې مسکو باید د اوکراین په ختیځ کې له روسي ژبو خلکو او د هغوی له ګټو دفاع کړې وای.

هغه همدارنګه خبرداری ورکړ که چیرې هرهیواد اوکراین د پرواز د ممنوعه سیمې په توګه ومني، د مسکو لپاره به دغه کار په جنګ کې د داخلېدو په معنی وي.

د روسیې ولسمشر وویل چې اوکراین باید غیرنظامي شي او د نازي ډوله ملتپالو له کنترول څخه باید پاک شي.

له ۱.۳ میلیونو څخه زیات خلک له اوکراین څخه وتلي دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ "UNHCR" ویلي چې تر دې دمه له یو میلیون او ۳۶۸ زرو څخه زیاتو اوکراینیانو ګاونډیو هیوادونو ته پناه وړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې د روسیې د پوځ د پرمختګ په دوام او د کیف په شاوخوا کې د نښتو په سختېدو سره به، مهاجرتونه هم ډیر شي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، ښايي څلور میلیونه اوکراینیان له جنګ څخه د تېښتې په خاطر د خپل هیواد د پرېښودو په لټه کې وي.

ملګري ملتونه وايي چې همدا اوس ۷۵۶۳۰۳ اوکراینیان پولنډ، ۱۵۷زره هنګري، د ۱۰۲ زور په شاوخوا کې سلواکیا، له ۱۰۳ زرو کسانو زیات مالدووا، ۵۳ زره روسیې ته او ۶۳ زرو څخه زیات رومانیا ته مهاجر شوي دي. په دغو شمیرو برسېره ۱۳۴ زره اوکراینیان نورو اروپايي هیوادونو ته هم کډه شویدي.

د سولې خبرې

اوکرایني چارواکي وايي چې له روسیې سره د جنګ د ختمولو لپاره د خبرو درېیم پړاو د اونۍ په وروستیو کې پلان شوی دی.

د روسیې جمهور رييس ولادیمیر پوتین د جرمني له صدراعظم اولاف شولتز سره په خبرو کې ویلي دي چې د روسیې د ټولو غوښتنو د منلو په صورت کې، مسکو له اوکراین سره خبرو ته چمتو دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن خبرداری ورکړ چې ښايي په اوکراین کې جنګ ژر ختم نشي او متحده ایالات او اروپايي‌ متحدین یې باید په روسیې باندې جدي فشار د جنګ تر درېدو پورې جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG