د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین نوي ولسمشر لوړه وکړه


د اوکراین نوی ولسمشر پیترو پروشینکو
د اوکراین نوی ولسمشر پیترو پروشینکو
میلیاردر پیترو پروشینکو، د شنبې په ورځ د جون د میاشتې په اومه د اوکراین په مرکز کېف کې د جمهوري ریاست د مقام لوړه وکړه.

له پخواني شوروی اتحاد نه د اوکراین د بېلېدو راهیسې پترو شینکو، د اوکراین پنځم جمهور رئیس دی چې د شنبې په ورځ یي په پارلمان کې په داسې حال کې لوړه وکړه چې، د روسيي ولسمشر ولاديمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن په ګډون د نړۍ ګڼ نور مشران او مخور کسان حاضر و .

ښاغلي پترو شینکو وویل چې په روسیي پورې د کرایمیا تړل کیدل او د روسیي له خوا د کرایمیا اشغال هېڅکله نه مني.

د جمعې په ورځ اوکراین، امریکا او روسیي سمدلاسه د اوکراین د روانې شخړې د حل لپاره گامونه اخستي دي.

دوی پرون د فرانسې په نورماندي کې د دویم نړیوال جنگ پوځیانو ته د درناوي د مراسمو تر څنگ یو لړ ملاقاتونه هم وکړل.


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما، د روسیي د جمهور رئیس ولاديمیر پوتین سره په لنډ ملاقات کې، په دې تاکید وکړ چې روسیه په سیمه ییزې سولې کې هغه وخت ښه ونډه اخستی شي چې جمهور رئیس پیترو شینکو، چې تیره میاشت انتخاب شوی دی، په رسمیت وپېژني.
XS
SM
MD
LG