د لاس رسي وړ اتصالات

اوکرایني پیلوټان وايي د اف-۱۶ جنګي الوتکو روزنې ته په تمه دي


د اوکراین د هوایي ځواک یو شمېر پیلوټان وایي، ډیر لیواله دي چې د امریکايي اف.۱۶ جنګي جټ الوتکو روزنه حاصله کړي او د روسي ځواکونو پر ضد يې په جګړه کې وکاروي.

د امریکا او اتو اروپايي هیوادونو په ګډون د څو هېوادونو یو ایتلاف هڅه کوي د روزنې دا بهیر هرڅه ژر پيل کړي.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین باندې د روسيې د یرغل د پیل راهیسې، د اوکراین نظامي پيلوټ، روستیسلاف لازارینکو د ۳۳۰ نه زیات پروازونه کړیدي او لومړنی پرواز يې د جګړې په لومړۍ ورځ کړی و.

لازارینکو وايي، دوی نه پوهېدل چې څه به کېږي. هغه وايي: "موږ د ۷۰۰ پوځي ګاډو په هغه کتار پسې ورتلو چې د کریمیا څخه روان شوی و. کله مو چې نقشه جوړه کړه او د الوتکو پر لور مو حرکت وکړ، زما همکارې پیلوټې، ساشا راته وویل، 'زه ډاریږم. خو موږ باید اجرات وکړو، که موږ يي ونکړو، څوک به يي کوي؟' ما ویل همدا مو تقدیر دی."

د ۲۰۲۲ کال د فبروري ۲۴ مې په سهار، لازارینکو د خپلې همکارې سره یوځای د کریمیا څخه پر روان شوي روسي پوځي کتار باندې برید وکړ. خو د ساشا الوتکه وویشتل شوه او هغه پکې ووژل شوه.

لازارینکو د تورو لوګیو او لمبو له منځه ووت او ژوندی پاتې شو. د هماغه وخته، دا ۲۸ کلن پیلوټ هره ورځ د روسي یرغلګرو پرضد د جګړې ډګر ته ځي.

هغه وایي، نور همکار پیلوټان يې هم سخت لیواله شوي چې د اف.۱۶ جنګي جټ الوتکو روزنه حاصله کړي او پدې جګړه کې ورسره ملګري شي.

لازارینکو وايي: "څومره چې خپل ټیم او اوکراینیان پیژنم، زه پوهیږم چې کله دوی روزنه پیل کړي، او موږ دلته په جګړه کې اوسو، دوی به دمه ونکړي. دوی به تر ممکنه حده پورې هڅه وکړي چې د نویو الوتکو روزنه ترلاسه کړي."

بل نظامي پیلوټ اولیکسي چې د امنیتي اندېښنې له امله يې د تخلص د ذکر کولو ډډه کړې، د لازارینکو سره اوږه په اوږه محاربې ته ځي.

اولیکسي وايي: "اف.۱۶ به د روسیې د سو.۳۵ جنګي جټ الوتکو قوت ختم کړي. ځکه اف.۱۶ به عملیاتي ساحه پراخه کړي او موږ به دا قابلیت پیدا کړو چې دښمن د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې له منځه یوسو."

د اوکراین د هوایي ځواک بل پيلوټ، یوري ایهنټ وایي، اوکرایني پیلوټان د اف.۱۶ الوتکو څلور میاشتې روزنې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG