د لاس رسي وړ اتصالات

کربي: په اوکراین باندې د روسیې یرغل هر وخت پېښېدای شي


د پنټګان ویاند 
د پنټګان ویاند 

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي امریکايي رسنۍ فاکس نیوز ته ویلي دي چې ولسمشر پوټین د اوکراین سره په سرحد کې د خپلو ځواکونو شمېر زیاتوي.

نوموړي وویل چې په اوکراین «باندې د روسیې یرغل واقعآ په هر زمان کې پېښېدای» شي. نوموړي دا امکان رد کړ چې ګنې تر یرغل مخکې به امریکا په روسیې باندې بندیزونه لګوي.

په ملګرو ملتونو کې د یوکراین استازې اوکسانا مارکروفا سي بي اس خبري رسنۍ ته وویل چې یوکراین غواړي چې په روسیې باندې همدا اوس بندیزونه ولګول شي.

نوموړې وویل چې روسیې په ناقانونه توګه کریمیه لاندې کړې کړې ده او موږ غواړو چې پرې بندیزونه ولګول شي. نوموړې وویل چې روسیه په دې خاطر په اوکراین یرغل کوي چې اوکراین غواړي دموکراتیک وي.

خو روسیې ویلي دي چې په اوکراین د برید کوم پلان نلري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ناټومشر وویل که روسیې په اوکراین یرغل وکړ، دوی به اوکراین ته جنګي ځواکونه نه استوي، خو په مرستوبه تمرکز کوي.

په همدې حال کې بریتانیا،‌ چې د ناټو غړې ده، د اوکراین په سرحد کې د روسي ځواکونو د پوځي حضور په ځواب کې ویلي دي چې د اروپا د سرحدونو د قوي کولو لپاره د ناټو د ځواکونو په استولو غور کوي.

د بریتانیا حکومت خبرداری ورکړی چې په اوکراین باندې به د روسیې هر ډول یرغل ته په جدي بندیزونو ځواب ووايي.
ټاکل شوې چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن بله اونۍ سیمې ته ولاړ شي او همدغه راز به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم په تیلیفون کې خبرې وکړي.

د ښاغلي جانسن دفتر وایي چې نوموړي د ناټو غړو هېوادونو ته یو لوی ممکن وړاندیز مخې ته کړی او په ناټو کې د خپلو ځواکونو د شمېر د دوه برابره کولو تر څنګ به په استونیا کې دفاعي وسلې هم ځای په ځای کړي.

په یوې اعلامیې کې ویل شوي د ښاغلي جانسن له خولې لیکل شوي دي: «موږ خپلو وسله والو ځواکونو ته ویلي‌ چمتو واوسې چې بله اونۍ به ټولې اروپا ته استول کیږي چې ډاډه شو د خپلو متحدینو د مرستو جوګه یو.»

د دغه وړاندیز جزیات به بله اونۍ په بروکسل کې نهايي‌ کیږي خو د ناټو د دفاع وزیران به په پوځي انتخاب د دوشنبې په ورځ بحث کوي.

بل لوري ته ټاکل شوې چې په څو ورځو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران روسیې ته ولاړ شي‌ او له خپلو سیالانو سره خبرې وکړي. د دغو خبرو هدف د اړیکو ښه والی او په سیمه کې د وضعیت ارامول ښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG