د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د روسیې د غوښتنې برخلاف ختیځې اروپا ته ځواکونه استوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، ختیځې اروپا ته د امریکایي ځواکونو د استولو په اعلان سره د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین فشارونو ته دوام ورکړی دی.

ولسمر بایډن پرون وویل چې یو کم شمیر امریکایي ځواکونه به ډیر ژر په ختیځه اروپا کې د ناټو د شتون د پیاوړي کیدو په هدف ځای پر ځای شي.

دا اضافي عسکر پداسې حال کې لیږل کیږي چې په زرګونو امریکایي ځواکونه له پخوا څخه په لویدیځه اروپا کې حصور لري

روسیې دمخه په ختیځه اروپا کې د ناټو تړون د لا زیات شمیر ځواکونو او وسلو د نه ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې وه.

د ښاغلي بایډن له لورې دا اعلان پداسې حال کې وشو چې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي پرون د جنورۍ په ۲۸ (سلواغې ۸) وویل چې پر اوکراین د روسیې برید به "خطرناک"، "وحشتناک" او "غیرضروري" وي او د جګړې د ښکېلو غاړو لپاره به د سختې مرګ ژوبلې او ورانۍ سبب شي.

پدې ترڅ کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستن،‌ د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د دپلماتیکې لارې په موندلو ټینګار وکړ. هغه وویل د روسیې ولسمشر کولای شي سم تصمیم ونیسي او "هیڅ دلیل نشته چې اوسني وضعیت په یو کړکیچ واړوي. "

روسیې خپل شاوخوا ۱۰۰زره ځواکونه د اوکراین سره د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي؛ هغه اقدام چې لویدیځ فکر کوي د اوکراین پر ضد د پوځي طرحې یوه برخه ده.

تر اوسه نه لویدیځ او نه هم روسیه د خپل موقف څخه شاته شوي دي.

روسیه وایي پر اوکراین د برید طرحه نلري خو له ناټو څخه یې غوښتي چې دغه هیواد پدې تړون کې د غړي په توګه ونه مني او امریکا ته یې وړاندیز کړی چې باید د پخواني شورړوي اتحاد په هیوادونو کې پوځي اډې جوړې نه کړي؛ هغه وړاندیزونه چې امریکا او ناټو په رسمي توګه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG