د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې ملګرو ملتونو خپله اویاومه کلیزه و نمانځله


افغانستان د ۱۹۴۶ میلادي کال راهېسې د ملګرو ملتونو غړی دی
افغانستان د ۱۹۴۶ میلادي کال راهېسې د ملګرو ملتونو غړی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما نن د ملګرو ملتونو اویایمه کلیزه ونمانځله او د مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نیکولاس هیثم وویل چې ملګري ملتونه د موجودو ګواښونو سره سره لا هم افغانستان ته متعهد دي.


د یوناما مشر نیکولاس هیثم وویل چې ملګري ملتونه له شپېتو کلونو راهېسې په افغانستان کې فعال دي، خو لا هم مخ په وړاندې ګڼ ګواښونه شته، چې باید په وړاندې یې ګډ کار وشي.

ښاغلي هیثم وویل پدغه موده کې چې افغانستان د ملګرو ملتونو غړی هیواد دی، په خپله هم لاسته راوړنې لرلې دي، خو د نړۍ دا برخه دا مهال د ورانوونکې جګړې سره مخ ده.

ښاغلي هیثم وویل "غواړم، یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په ژمنو تاکید وکړم، چې ملګري ملتونه به تر هغو پورې چې افغانان خپل هدف ته چې نیکمرغه افغانستان دی نه وي رسېدلي، پاتې شي."

د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې په مناسبت د داسې عکسونو نندارتون هم جوړ شوی وو، چې پکې ددغه نړیوال سازمان فعالیتونه یې ښودل.

افغانستان له ۱۹۴۶ میلادي کال راهېسې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري، خو په افغانستان د ملګرو ملتونو ادارې له شپېتو کالو راهېسې فعالیت کوي.

افغانستان په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اعلامیې د تصویب په وخت مثبته رایه وکاروله او د اته څلوېښتو هیوادونو له هغو لومړنیو هیوادونو څخه دی، چې د بشري حقونو اعلامیې ته ژمن شوی دی او مثبته رایه یې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG