د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وایي د مخامخ خبرو پرته سوله نشي راتلی


د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په مسلې بحث وشو
د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په مسلې بحث وشو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي، نیکولاس هیسوم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د تازه هڅو هرکلی کړی خو وایي تر هغې چې دواړه ډلې مخامخ خبرو ته نه وي ناست، د سولې راتګ امکان نلري. ښاغلی هیسوم دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې په افغانستان کې لا هم د تشدد پیښې کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي د امنیت شورا په عمومي غونډې کې وویل چې افغان امنیتی ځواکونه د هیواد په بیلا بیلو برخوکې د امنیت په ساتنې کې د آزمون سره مخ دي.

ښاغلي هیسوم وویل " د افغانستان د شمالي ګاونډیو هیوادونو نه راغلي بهرني جنګیالي اوس یو نوی خطر دی. د خلکو سره دا اندیښنه هم شته ده چې د اسلامي دولت ډله یا داعش هم غواړي چې په افغانستان کې ځانته ځای پیدا کړي. "

ښاغلي هیسوم وویل چې د دغو خطرونو سره د ښې مقابلې په خاطر پکار ده چې د سیمې هیوادونه په ګډه پراخه همکاري وکړي.

خو د امنیتي ستونزو سره سره، د ملګرو ملتونو دغه خاص استازي وویل چې په سوله ایزه توګه د جګړې د پای ته رسولې تازه هڅې هم روانې دي. هغه په قطر او د ناروي په پایتخت اوسلو کې د سولې هغو کنفرانسونو ته اشاره وکړله چې د افغانستان د مدني ټولنو، د پارلیمان پخوانیو او اوسنیو غړیو او همدارنګه د طالبانو ځینو استازو پکې برخه اخیستې وه.

ښاغلي هیسوم وایي افغان حکومت څو ځله دا خبره کړیده چې د طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دي خو طالبانو تر اوسه په ښکاره دا ندي ویلي چې هغوي د حکومت سره خبرو ته چمتو دي.

هغه وایي " د طالبانو د استازو سره په خبرو کې تل ما پدې ټینګار کړی چې د مخامخ خبرو نه پرته، د سولې هر ډول هڅې بې معنی دي. "

ښاغلي هیسوم همدرنګه وویل، تر څو چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، د دې هیواد په اقتصادي، سیاسي او امنیتي ادارو کې هم ثبات نشي راتلی.

بل پلو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، ظاهر طنین ویلي دي چې د ملي یووالي حکومت غواړي چې د سولې خبرې د سره پیل کړي.

هغه هم وویل چې د مدني ټولنې د غړیو او د طالبانو د استازو تر منځ د تازه خبرو له برکته د افغانانو په مشرۍ خبرو ته یو څه لاره هواره شویده.

XS
SM
MD
LG