د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو استازی: له افغان "یاغیانو" سره مخامخ مذاکرات لرو


 تداماچي یاماماتو د ملکي تلفاتو له امله اندېښنه لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وایې چې اداره یې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د کمولو په خاطر د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفینو سره خبرې کړي دي.

تداماچي یاماماتو له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې ټلویزیوني مرکې کې ویلي دي چې له مذاکرو سره سره، په ملکي تلفاتو کې کموالی نه دی راغلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو جګپوري استازي وسله وال مخالفین یاغیان بولي او وایې چې"د یاغیانو په برخه کې دوي باید دا ومني چې ملکي وګړي په نښه نه کړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي یوناما څو موده مخکې ویلي و چې د ۲۰۱۷ کال په نهو میاشتو کې په جګړې کې د ښکېلو خواوو په بریدونو کې ۲۰۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۶۱ نور ژوبل شوي دي.

ښاغلی یاماماتو وایې چې "یاغیانو" خپلو مربوطه قوماندانانو ته لارښوونه کړې چې ملکي خلک په نښه نه کړي.

یاماماتو ټینګار کوي چې د افغانستان پر کړکیج باید پراخ بحثونه وشي. دی وایې چې "تر هر څه مهمه دې هیواد [افغانستان] ته د مذاکراتو له لارې د سولې راوستل دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرکه دلته لیدلئ شئ.

د ملګرو ملتونو استازی: له افغان "یاغیانو" سره مخامخ مذاکرات لرو
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00

XS
SM
MD
LG