د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو له خوا د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو د مرستې غږ؛ د افغانستان بشري کړکېچ دوام لري


 په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا
په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي دي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان چې د هېواد ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري، او د دغو اړتیاو د پوره کولو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا ویلي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ له تر ټولو لویو بشري کړکېچونو څخه یو وي. دا وضعیت د لسیزو جګړو، اقتصادي کمزورۍ، د بنسټیزو خدمتونو لپاره د ناکافي پانګونې، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدو، او د اقلیم بدلون له امله رامنځته کېدونکو افتونو، په ځانګړې توګه وچکالیو او سېلابونو، له امله رامنځته شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو منظم محرومول، په ځانګړي ډول له کار او زده کړو څخه، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، سخت کار او د ماشومانو ودونه، په افغانستان کې بشري کړکېچ لا پسې پېچلی کړی دی.

د اوچا د هغو شمېرو له مخې چې د دې ادارې د ۲۰۲۶ کال په پلان کې وړاندې شوې، په افغانستان کې ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د سوءتغذۍ کچه هم لوړه شوې او د پنځو کالو نه کم عمره ۳.۷ ملیونه ماشومان او ۱.۲ ملیونه میندواری میرمنې او شیدې ورکونکې میندې د سو تغذۍ ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي په پام کې نیول شوې چې په ۲۰۲۶ کال کې به د ۶.۷ ملیونه خلکو دپاره د کرنې په برخه کې اسانتیاوي برابرې شي څو د اوږدمهاله پانګونې له لارې ددې ډګر د ملاتړ بنسټ کیښودل شي. ملګري ملتونه وایي چې ددې کار دپاره ۱۸۳ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خپل وروستي رپوټ په ترڅ کې ویلي چې افغانستان د ژمي په موسم کې د لا شدیدې وچکالۍ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د وینا له مخې، په تېرو ۲۵ کلونو کې واوره د ۲۰۲۵ او ۲۶ کال د لامده فصل په پیل کې تر ټولو کمه وریدلې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکوي چې د واورې نشتوالی هغه فصلونه او مالدارۍ له جدي ګواښ سره مخ کوي چې د اوبو لپاره د واورې پر وېلې کېدو تکیه لري، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې چې له کلونو وچکالۍ او د تودوخې د زیاتوالي له امله لا پخوا اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې تېر کال له ۱۴ میلیونو څخه ډېرو خلکو ته د څارويو د خوراک، واکسین، تخمونو او د اوبو لګولو د کانالونو د ترمیم له لارې مرسته شوې ده. خو اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي. تمه ده چې د ژمي په دې موسم کې له ۱۷ میلیونو څخه ډېر خلک له شدیدې لوږې سره مخامخ شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازی ریچارډ ټرېنچارډ وایي چې کرنه لا هم د پرله‌پسې ستونزو پر وړاندې د افغانستان د ساتنې اصلي وسیله ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکوي چې که دوامداره پانګونه ونه شي، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته کېدونکي بدلونونه به په ټول افغانستان کې لوږه لا پسې زیاته او د زیانمنېدو ستونزه لا ژوره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG