د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو، ماشومانو ته د واکسینونو د لاسرسي د پراخولو او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره باید هڅې ګړندۍ شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د ختیځې مدیترانې لپاره د دغه سازمان سیمه ییزې مشرې ډاکټر حنان بالخي افغانستان ته خپل سفر پای ته رسولی دی. هغې د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت (GPEI) د یوه لوړپوړي پلاوي مشري کوله.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په دغه پلاوي کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف)، د سعودي عربستان د پاچا سلمان د بشري مرستو او مرستندویه مرکز، او د ګیټس بنسټ استازي هم شامل وو.
اعلامیه زیاتوي چې پلاوي په کابل او کندهار کې له افغان چارواکو، د ملګرو ملتونو له شریکانو، تمویلوونکو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې وکړې.
د دغو لیدنو پر مهال د هغو ماشومانو د واکسین کولو پر لارو چارو خبرې وشوې چې تر اوسه یې واکسین نه دی ترلاسه کړی، د معافیت یا واکسین پروګرامونو د پیاوړتیا او د نړیوالو مالي مرستو د کمېدو په شرایطو کې د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د دوام پر اړتیا هم ټینګار وشو.
د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ییزې مشرې ډاکټر حنان بلخي ویلي: «افغانستان، چې لا هم د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې د پولیو وحشي ویروس پکې پاتې دی، د پولیو ناروغۍ د نړیوالې پای ته رسولو لپاره مهم رول لري.»
هغې زیاته کړه چې د دې هدف ترلاسه کول د روغتیايي څارنې د قوي سیستمونو، د ناروغیو د اغېزمنې څارنې، د مسلکي روغتیايي کارکوونکو او دوامداره پانګونې ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو څخه ډېر خلک بشري مرستو ته ضرورت لري چې له دې ډلې ۱۴.۴ میلیونه کسان روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.
دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د بودجې د کمښت له امله شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو خپل فعالیتونه ځنډولي یا په بشپړه توګه تړل شوي دي.
روغتیايي ادارې خبرداری ورکوي چې د مالي سرچینو کمښت او د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل ښايي د پولیو پر ضد مبارزه او د نورو بنسټیزو روغتیايي خدماتو وړاندې کول له جدي ننګونو سره مخ کړي.
فورم \ دبحث خونه