د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیرش طالبانو ته: د میرمنو د حقونو ساتنه وکړئ


UN-GUTERRES/
UN-GUTERRES/

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغې ۶) وویل چې طالبان باید د میرمنو او ماشومانو د اساسي بشري حقونو ساتنه وکړي.

ښاغلي ګوتیریش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل:"موږ له طالبانو غواړو چې له دې موقع څخه استفاده وکړي او د هرې نجلۍ او میرمنې لومړنیو بشري حقونو ته د درناوي په کولو سره نړیوال ډاډ او باور ترلاسه کړي.‌"

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې وروستیو کې په خپل سر د ښځینه مدني فعالانو د نیول کیدو او برمته کیدو په اړه په راپورونو اندیښنه وښوده او ویې ویل "زه په جدي ډول د هغوی د ازادیدو غوښتنه کوم."

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان شارژدافیر نصیر احمد فایق وویل چې" د افغانستان د خلکو په استازیتوب د هیواد د نویو واکمنانو اقدامات غندي."

ښاغلي فایق زیاته کړه:" له طالبانو غواړم چې د میرمنو په وړاندې تاوتریخوالي پای ته ورسوي، عمومي عفوې ته درناوی وکړي ، میرمنو ته د کار اجازه ورکړي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصي کړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي څو کورنۍ د خوراکي‌ توکو د اخیستلو په هدف د خپلو ماشومانو خرڅلاوی بند کړي.

په همدې حال کې نوموړي له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د امریکا او نړیوال بانک له خوا د افغانستان د شاوخوا لسو میلیاردو ډالرو کنګل شویو شتمنیو په آزادولو سره د افغانانو مرستې ته اقدام وکړي.

ګوتیرش امنیت شورا ته وویل، په مجموع کې ټول افغانان له شدید فقر سره مخ دي او یو شمیر کورنۍ د خوړو د اخیستلو لپاره خپل اولادونه پلوري.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ جون د امنیت شورا په غونډه کې د هغې میرمنې یادونه وکړه چې د خپلې کورنۍ د خوراکی توکو د برابریدو لپاره یې خپله یوه لور او یو بډوږی پلورلی دی.

هغه دا یوه تراژیدي وبلله او په غیر مستقیم ډول یې له واشنګټن څخه وغوښتل چې یو اړخیز بندیزونه پای ته ورسوي او د افغانستان شتمنۍ آزادې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په داسې حال له افغانانو سره د مرستې غږ کوي چې طالب چارواکو په دې وروستیو کې په اوسلو کې له غربي دیپلوماتانو سره د بشري ناورین په اړه خبري وکړې. خو غربي دیپلوماتانو له افغانستان سره بشري مرستې د بشري وضعیت له ښه والي سره مرتبطې وبللې.

د ملګرو ملتونو د امینت شورا ۱۵ غړو د چهار شنبې د ورځې په غونده کې هڅه وشوه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت برخلیک روښانه شي.

د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت د مارچ میاشتې په ۱۷ نیټه پای ته رسیږي او اوس دا سازمان پریکړه کوي چې په هغه هیواد کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او یا یې هم بند کړي.

XS
SM
MD
LG