د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان امریکا کې د درې کلنې نجلۍ په 'جنسي ځورونې' مجرم وپيژندل شو


 
 

د امریکا په متحده ایالتونو کې یو افغان د سه شنبې په ورځ د جنوري ۲۵ (سلواغې ۵) د یوې درې کلنې نجلۍ په جنسي ځورونې مجرم وپيژندل شو.

د متحده ایالتونو د عدلیې وزارت ویلي دي چې مجرم محمد طارق نومیږي او نوموړی د تخلیې په بهیر کې له افغانستان څځه د امریکا یوې نظامي اډې ته انتقال شوی و.

نیویارک ټایمز د امریکا د قضایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دوو امریکایي سرتیرو ۲۴ کلن طارق د ویرجینیا ایالت په کوانټیکو سیمه کې د کډوالو په یوه کمپ کې په مخ او غاړه د یوې درې کلنې نجلۍ د مچو کولو او بیا د هغې د ټتر او تناسلې الې د لمس کولو په حال کې لیدلی دی.

طارق د تیر کال په سپټمبر میاشت کې ددغه ماشوم په جنسي ځورونې تورن شو او بالاخره د ویرجینیا ایالت د السکاندریا ښار منصفه پلاوي روانه اوونۍ نوموړی د یاد ماشوم په جنسي ځورونې مجرم وپيژاند.

محمد طارق د پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته ویلي وو چې د ماشومانو مچې کول او لمس کول د افغانستان د فرهنګ یوه برخه ده او کوم خلاف کار یې ندی کړی. خو د راپورونو له مخې، طارق له دې درې کلنې ماشومې سره هیڅ رابطه نه درلوده.

دا ماشومه چې په محکمه کې یوازې د S.L په مخفف نوم ثبت شوې ده تیره کال د تخلیې په جریان کې له خپلې کورنۍ سره یوځای متحده ایالتونو ته راغلې ده.

طارق تیره اوونۍ یوازې یوه ورځ د الکساندریا په محاکمه کې محکمه شو او منصفه پلاوي د هماغه ورځې له غرمې وروسته نوموړی مجرم وپيژاند.

جسیکا ابر چې ددې قضیې څارنه کوي ویلي دي: "هغه کسان چې د ترهګرۍ او ظلم له امله زموږ هیواد ته پناه راوړي ، ددې مستحق دي چې دلته په خوندي شکل ژوند وکړي."

د راپورونو له مخې د طارق مدافع وکیل د محکمې په دوسیه کې لیکلي چې موکل یې د افغانستان تر سقوط پورې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه او د تخلیې په جریان کې لومړی قطر، بیا جرمني‌او وروسته په ویرجینیا کې د کوانټیکو کمپ ته منتقل شو.

د محمد طارق مدافع وکیل ویلي موکل یې د افغانستان د یوه لیرې پراته ولایت اوسیدونکی دی چې نه یوازې په انګلیسي ژبه خبري نشي کولی بلکې لیکل او لوستل هم نشي کولی.

ددغه افغان وګړي د محکمې حکم چې ټاکل شویده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۲۶ نیټه اعلان شي‌، ممکن طارق په ابدي حبس محکوم کړي.

خو د امریکا د عدلیې وزارت څرګنده کړې چې د فدرال جنایتونو لپاره واقعي مجازات معمولا د حد اکثر مجازات څخه لږ دی او قاضي یې په اړه پریکړه کوي.

XS
SM
MD
LG