د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د پاکستان درېیمه برخه سیلابونو لاندې کړې، د مړو شمېر تر ۱۱۰۰ پورته شوی


د پاکستان سیلابونه
د پاکستان سیلابونه

په پاکستان کې چارواکي وایي میلیونونه خلک په سیلاب ځپلو سیمو کې له کړاوونو سره مخامخ دي او دا هېواد په تېرې یوې لسیزې کې له دې پلوه تر ټولو له یو بد حالت سره مخامخ دی.

د پاکستان د اقلیم بدلون سره د مبارزې وزیرې شیري رحمان ویلي دي چې د پاکستان درېیمه برخه تر اوبو لاندې ده او دغه حالت «له تصور څخه لېرې یو بحران» زېږولی دی.

چارواکي وايي د جون له میاشتې راهېسې، چې موسمي بارانونه پيل شوي دي، تر دې دمه پورې ۱۱۳۶ کسان مړه شوي دي خو ویل کېږي چې د مړو شمېر ممکن تر دې زیات وي ځکه چې په غرنیو سیمو کې له سګونه کلیو او بانډو سره اړیکې پرې شوي دي.

موسمي بارانونه د هند په لویه وچه کې معمولآ د للمو او فصلونو د خړوبولو او د اوبو د زیرمه کولو او ډیمونو د ډکولو لپاره مهم بلل کېږي خو کله ناکله دا ډول ویجاړۍ او خرابۍ هم له ځان سره راوړي.

په پاکستان کې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې چارواکي وايي چې د سږني موسمي بارانونو او سیلابونو څه باندې ۳۳ میلیون خلک زیانمن کړي دي- په هرو اوو پاکستانیانو کې یې یو زیانمن شوی.

د اقلیم د بدلون سره د مبارزې وزیرې شیري رحمان د فرانسې خبري اژانس ته وویل: « ټول یو لوی سمندر دی او د اوبو د پمپ کولو لپاره وچه ځمکه نشته.»

سږني سیلابونه په پاکستان کې د ۲۰۱۰ د سیلابونو په پرتله، چې شاخوا ۲۰۰۰ کسان په کې مړه شوي وو، په یوې لسیزې کې تر ټولو بد بلل کېږي. د سیلاب ځپلیو سیمو ډېر خلک په موقتو سرپناو کې اوسېږي او شکایت کوي چې له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د خیبر پښتونخوا یو سیلاب ځپلي فضل ملک وویل: «دلته اوسېدل مصیبت دی. زموږ عزت په خطر کې دی. دلته د ځان وینځلو ځای نشته، باد پکي نشته.» فضل ملک په نوشهره کې په یو ښوونځي کې، چې ۲۵۰۰ نور سیلاب ځپلي هم په کې دې مېشت کړل شوی، ځای په ځای شوی دی.

دغو سیلابونو په پاکستان کې زرګونه جریبه فصلونه هم وران او زیانمن کړي دي. یو کروند خلیل احمد د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «زموږ فصل په ۵۰۰۰ جریمه ځمکه وو او ښه اعلی وریجې یې کولې چې موږ او تاسو ټولو خوړلې مګر هر څه ختم شول.»

XS
SM
MD
LG