د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله، امینه محمد، د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغې د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر سرغړونو باندې سترګې پټې نه کړي.
امینه محمد په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي: «په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د خپلو بنسټیزو حقونو له سختو محدودیتونو سره مخ دي چې په کې زدهکړه، کار، امنیت او د تګ راتګ ازادي شامله ده.»
هغې وویل: «نړۍ باید د دغو سرغړونو په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي. د ښځو حقونه هر ځای د بشر حقونه دي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د دې سازمان د ښځو ادارې پخوا هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې له دوو کلونو څخه راهېسې په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو شمېر چې د لوړې کچې تاوتریخوالي له خطر سره مخ دي، ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
دا اعلامیه، چې تېره میاشت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې وه، څرګندوي چې په افغانستان کې ۱۴.۲ میلیونه ښځې او نجونې پاملرنې او مرستو ته اړتیا لري.
یوناما ویلي چې افغان میرمنې هره ورځ «د حقونو د پرلهپسې له منځه تلو څخه د فزیکي او رواني زیانونو تر ګواښ» پورې ستونزو سره مخ دي، چې د یوناما په وینا دا وضعیت په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه «سمدستي نړیوال ملاتړ» ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د وینا له مخې په افغانستان کې ډېری ښځې ټیلیفون، انټرنېټ او ډیجیټلي وسایل نه لري او له همدې امله ډېرې زیانمن کېدونکې دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته، پر افغان ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي او هغوی یې له کار او له شپږم ټولګي پورته زدهکړو، او همدارنګه له ډېرو ټولنیزو او مدني حقونو او ازادیو څخه محرومې کړې دي.
د نړیوالو نیوکو په غبرګون کې، طالبانو د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه خپل سخت دریځ د افغانستان د خلکو د دود او دستور او د اسلامي شریعت له مخې غوره بولي او دا د «افغانستان کورنۍ موضوع» ګڼي.
فورم \ دبحث خونه