د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو کارپوهان: غالب نظر دا دی چې د القاعده مشري سیف العدل ته سپارل شوې


سیف العدل په مصر کې زیږیدلی او د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د امنیت ساتلو مسؤل و.
سیف العدل په مصر کې زیږیدلی او د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د امنیت ساتلو مسؤل و.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي چې د دې نړیوال سازمان د غړیو هیوادونو تر منځ غالب ګمان دا دی چې د القاعده شبکې د مخکني مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته ددې شبکې مشري سیف العدل ته سپارل شوې.

دې کارپوهانو په یو راپور کې چې دوشنبه فبروري ۱۳ (سلواغې۲۴) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته ورکړی ویلي چې د ظواهري ځای ناستي په توګه د سیف العدل ټاکل کیدل په رسمي توګه ندي اعلان شوي.

د امریکا حکومت تیر کال د اګست په میاشت کې اعلان وکړ چې د القاعده د شبکې مخکنی مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په هوایي برید کې وژلی خو طالبانو بیا سره لدې چې په کابل کې یې دا برید تائید کړی مګر دا یې هم ویلي چې هیڅ داسې شواهد یې ندي تر لاسه کړي چې پدې برید کې دې ایمن الظواهري وژل شوی وي.

سیف العدل د دې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د امنیت مسؤل و او د هغو الوتکو تښتونکو په روزنې کې یې هم لاس درلود چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په یولسمه نېټه یې په امریکا ترهګریز بریدونه کړي وو.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي کوم بحثونه چې د نومبر او ډسمبر په میاشتو کې ورکړل شوي وو، د دې نړیوال سازمان ډیر غړي پدې نظر و چې سیف العدل د القاعده شبکې د اوسني مشر په توګه فعالیت کوي او هیڅ بل سیال نلري.

خو دا چې ولې د ظواهري د ځای ناستي په توګه سیف العدل په رسمي توګه د القاعده شبکې لخوا ندی اعلان شوی، پدې هکله د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه بیلا بیل نظرونه لري.

یو شمیر هیوادونه احساس کوي چې په کابل کې د ظواهري موجودیت طالبان چې غواړي مشروعیت تر لاسه کړي، رسوا کړيدي او د کارپوهانو په باور القاعدې پدې خاطر چې د طالبانو لپاره ستونزې ډیرې نکړي، تر اوسه یې د ظواهري مړینه هم نده منلې.

په راپور کې دا ندي ویل شوي چې د القاعده نوی مشر به په کوم هیواد کې وي خو دا پکې ویل شوي هغه عامل چې د اکثریت غړیو قضاوت پرې دی د ایران په اسلامي جمهوریت کې د سیف العدل د حضور دوام دی چې د دې شبکې لپاره عقیدوي او عملیاتي پوښتنې پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي سیف العدل چې په مصر کې زیږیدلی، د ۲۰۰۱ کال جنوري راهیسې د محمد صلاح الدین عبدالحلیم زیدان تر نامه لاندې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل و.

په راپور کې ویل شوي چې سیف العدل د ۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کې وروسته تر هغه چې ددې شبکې نظامي قوماندان او د بن لادن نږدې ملګری محمد عاطف د امریکا په برید کې ووژل شو، د القاعده شبکې نظامي قوماندان شو.

د ملګرو ملتونو دې کارپوهانو ویلی چې سیف العدل د بن لادن د امنیت د مشرۍ تر څنګ جنګیالیو ته د چاودیدونکو موادو روزنه ورکوله او هغه الوتکې تښتونکي یې هم روزلي و چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په میاشت کې یې په امریکا کې ترهګریز بریدونه کړي و.

په راپور کې ویل شوي چې د القاعده شبکې دې چارواکي همدرانګه د سومالیې هغه وسله وال هم روزلي و چې په ۱۹۹۳ کال کیې د سومالیې په پایتخت موګادیشو کې ۱۸ امریکایي سرتیري وژلي و.

XS
SM
MD
LG