د بشري مرستو په برخه کې د جنسیت کاري ډلې نوې راپور ښيي چې ښځې او نجونې د هیواد په کچه د بحرانونو د ژوریدو سره سم د ډیرو ستونزو سره مخ دي. راپور ښيي چې څنګه اقتصادي زوال، چاپیریالي ناورینونه، د مهاجرت فشارونه، او د واکمنو چارواکو لخوا لګول شوي مخ په زیاتیدونکي محدودیتونه خدماتو او بشري مرستو ته د ښځولاسرسی په جدي توګه محدودوي.
دا راپور چې "په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو جنسیتي تحلیل" په نوم د پنجشنبې په ورځ د «مۍ په ۷مه» خپور شوی
د رپوټ معلومات ښیي چې ښځې او نجونې د بحران تر ټولو دروند بار پر غاړه لري. د ښځو په مشرۍ کورنۍ، چې ډیری یې کونډې دي، تر ټولو زیان منونکي دي.
د ښځو په چارو کې د ملگرو ملتونو یوه کارکوونکې روبینه همدرد امریکا غږ ته وویل:
«افغان ښځې د عدالت نه نیولې تر صحي، تعلیمي او مرستوته نه لاسي پورې، لوی لامل همدا جنسیتي نابرابري ده».
راپور خبرداری ورکوي چې د بې ځایه شویو په گډون په لویه کچه د کډوالو راستنیدنه، په ټولنې باندې د اضافي فشار سبب گرځي.
د راپور موندنې ښیی ، ښځې د نا امنۍ له لوړو خطرونو سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپورورکوونکي ریچارد بنت په پاریس کې د فرانسې په ملي شورا کې د افغانستان په اړه په یوه پارلماني کنفرانس کې د افغانستان په بشري وضیعت اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي:
« په هیواد کې د بشري حقونو وضعیت لاهم د اندیښنې وړ دی، په ځانګړي توګه هغه محدودیتونه چې ښځې او نجونې اغیزمنوي.
د وضعیت په اړه د واقعیت سره سره، نړیواله ټولنه باید د افغانستان دننه خلکو لپاره هیله وساتي، افغان اتباع دوامداره ملاتړ او ښکیلتیا ته اړتیا لري».
ټولنیز محدودیتونه او د ښځینه بشري کارمندانو محدود شتون بشري مرستو ته لاسرسی نور هم ستونزمن کوي.
د خوړو نه خوندیتوب په ځانګړې توګه هغه کورنیو لپاره چې مشري يې ښځې کوي د لوږې سره مخ کړي دي دغه کورنۍ اړې کیږي چې د منفي مقابلې ستراتیژیو باندې تکیه وکړي.
د ښځو د حقونو فعالې نظیفې جلالي امریکا غږ ته وویل د ښځو لپاره د مرستو د تر لاسه کولو په برخه کې لویه ستونزه د محرم نشتوالی دی .
«د سیمې له استازو له لورې چې د مرستو لپاره کوم لستونه جوړیږي په هغو کې کومې ښځې چې میړه نلري،زامن يې یا ورونه يې نه وي مقصد چې نارینه ورسره نه وي له بده مرغه دوئ د مرستو له لستونو څخه پاتې کیږي،یانې د محرم نه شتون د ښځو لپاره د مرستو د تر لاسه کولو لپاره لویه ستونزه ده».
راپور په پایله کې وايي چې افغانستان له یوې خطرناکې دورې سره مخ دی چې پکې پر ښځو محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د بشري مرستو کمښت سره یوځای، ښځې او نجونې د لا محرومیت پر لور بیايي او دا حالت د مرستې او بیا رغونې وړتیا نوره هم محدودوي.
بشري ادارې د جنسیت پر بنسټ د داسې قوي پروګرامونو غوښتنه کوي چې د ښځو په مشرۍ کورنیو، ځوانو نجونو، راستنیدونکو میرمنو او نورو لوړ خطر سره مخ کورنیو ته پکې مرستو ته لاسرسې اسانه او د زیان کچه راټیټه کړي.
فورم \ دبحث خونه