د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان له خلکو سره د ۱۴۴ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه


د امریکا متحده ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۲۸ (لړم شپږمه) اعلان وکړ چې له افغانستان سره به ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته وکړي.

امریکا په داسې حال کې ددغې مرستې اعلان کوي چې میلیونونه افغانان د مرستو له رسیدو پرته، په راروان ژمنې کې له فقر او ګڼو مشکلاتو سره مخ کیدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دغو مرستو د اعلان تر څنګ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې امریکا د دپلوماسۍ، اقتصاد او بشري مرستو له لارې د افغانانو ثابتې ایندې ژمنه ده.

په همدې حالکې د امریکا د ملي ‌امنیت د شورا ویاندې ایمیلي هورن په یوې بیانیه کې ویلي دي د امریکا دا مرسته به د خپلواکو بنسټونو له لارې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو په ګډون له ۱۸.۴ میلیونو افغانانو سره د مرستې لپاره ځانګړي شي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا دې چارواکې زیاته کړه د واشنګټن دغه ۱۴۴ میلیون ډالري مرسته به د امریکا شریکان په دې قادر کړي چې اړو کسانو ته صحي خدمات، خوراکي مواد، د څښاک اوبه او نورې لومړنۍ مرستې برابر کړي.

دغې امریکایي چارواکې څرګنده کړه، له دې اضافي مرستې سره په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه په سیمه کې د افغان کډوالو په ګډون ۴۷۴ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده چې د مقدار په اندازه تر بل هر هیواده زیاته ده.

ملګري ملتونه وایي د څه باندې څلورو لسیزو خونړیو جګړو او د طبیعي ناورینونو تکرار ددې لامل شوي چې په یاد هیواد کې د خوړو کړکیچ اوږد شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د دوشنبې په ورځ اکټوبر ۲۵ خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ۴۰ میلیونه تخمین شوي نفوس څخه څه باندې نیمایي چې ۲۲.۸ میلیونه کسان کیږي د نومبر میاشتې څخه به له شدیدې لوږې سره مخ شي.

ملګرو ملتونو ویلي له دې ډلې څخه به تر پنځو کلونو ښکته ۳.۲ میلیونه ماشومان د روان میلادي کال تر پایه له خوارځواکۍ سره مخ شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې د پام وړ کمې شوي دي.

امریکا د افغانستان بانک شاوخوا لس میلیارده ډالره د امریکا په بانکونو کې کنګل کړي او نورو هیوادونو او بنسټونو هم له افغانستان سره مرستې بندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG