د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه په هند کې د نفوس د زیاتېدو په اړه اندېښنه لري


د ملگرو ملتونو سازمان وړاندوینه کړې چې هند به تر راتلونکو اتو کلونو پورې یعنی تر ٢٠٢٧ کال پورې د نړۍ تر ټولو ډیر نفوس لرونکی هیواد وي.

د نړیوال بانک د ٢٠١٧ کال د شمیرو له مخې چین د شاوخوا ۱.۳۸۶ میلیارد وگړو سره د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لري او هند د ۱.۳۳۹ میلیارد نفوس په لرلو په دوهم ځای کې دی.

د ملگرو ملتونو د سازمان د نفوس د صندوق استازې ارجنتینا ماتاول پیچین خبرداری ورکړی چې که روزنې او حفظ الصحې ته د هند د خلکو د لاسرسي لپاره کار ونشي دغه هیواد به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

د ملگرو ملتونو د نفوس د صندوق د رپوټ پر اساس د هند عادي وگړي د اړتیا وړ منابعو څخه د محرمیدو له گواښ سره مخامخ دي، په ځانگړې توگه د زده کړو او حفظ الصحې په برخه کې.

ملگرو ملتونو همداشان خبرداری ورکړی چې که د هند دولت د خپل نفوس د کنترول لپاره د وړاندې شویو وړاندیزونو ته پاملرنه ونکړي، ژر به ونه توانیږي چې خپلو خلکو ته د ژوند د حد اقل کیفیت زمینه برابره کړي. په تیرو ۴٠ کلونو کې د هند نفوس دوه چنده شوی دی.

د نفوس د ودې تر څنگ هند د خپل جمعیت اړوند نورو ستونزو لکه د ځوانانو د شمیر زیاتیدو سره هم مخامخ دی چې د هند د نفوس نژدې نیمایي برخه د ٢٥ کالو ټیټ عمرونه لري.

د ملگرو ملتونو د کارپوهانو په وینا ځوان نفوس یواځې هغه وخت کولای شي د هیواد له اقتصاد سره مرسته وکړي چې کار ولري.

ملگرو ملتونو همداشان ټینگار کړی دی چې د هند حکومت باید په راتلونکې یوه نیمه لسیزه کې د اقتصاد د ښه کیدو او ودې په برخه کې جدي گامونه پورته کړي چې د نفوس اړوند ناورین څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG