د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تیرکال افغانستان کې ماینونو او ناچاودو توکو ۷۰۰ ماشومان مړه او ژوبل کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" د ملکي وګړو د خوندیتوب د شپږمې دورې د اونۍ د نمانځلو سره هممهاله ویلي، چې تیرکال افغانستان کې هره ورځ دوه افغان ماشومان د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو د پیښو قرباني شوي دي.

اوچا د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۲(جوزا اول)په یوه اعلامیه کې ویلي:" په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې ۷۰۰ ماشومان د ځمکې د ماینونو او جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو او کورني ماینونو د چاودونو په پیښو کې مړه او یا ټپیان شوي دي. دا په اوسط ډول په ورځ کې دوه ماشومانو تلفات ښيي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دا نه دي ویلي، چې تیرکال د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې څومره ماشومان مړه شوي او څومره نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګرو د خوندیتوب د شپږمې دورې اونۍ د مۍ د میاشتې د ۲۲ او ۲۵ ترمنځ د ملګروملتونو له خوا نمانځل کیږي. ددې اونۍ په ترڅ کې د ملګروملتونو د امنیت د شورا په کلني ازاد بحث کې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه په مختلفو موضوعاتو خبرې کیږي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې "یونیسف" د شمیر له مخې د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مارچ تر میاشتې په افغانستان کې ۱۳۴ ماشومان د ماین او ناچاودو توکو په چاودنو کې یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

افغانستان کې د یونیسف د دفتر استازي فران اکیزا په دې اړه ویلي: " که څه هم جګړه تر ډیره بنده شوې ده، خو د لسیزو جګړې په دې معنی دي، چې افغانستان په نړۍ کې په وسلو او مهاماتو تر ټولو ککړ هیواد دی. ډیر قربانیان ماشومان دي".

د ښاغلي اکیزا د وینا له مخې دا واقعیت په هغو سیمو کې، چې دمخه کلنو کې په کې جګړې شوي او لاس رسی ورته ممکن نه و، مخ په زیاتیدونکي خطر سره د ماشومانو مخامخ کیدل ښيي.

هغه ویلي: "ډیر وژل شوي او معلولین هغه ماشومان دي، چې د خرڅلاو لپاره یې اوسپنې راټولولي."

دمخه د سره صلیب نړیوالې کمیټې په یو راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو ۴۵۰ پیښې ثبت کړې وې.

سره صلیب کمیټې ویلي و، چې په دغو پیښو کې ۹۹۵ تنه مړه او ټپیان شوي و. د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم په دغو پیښو کې د مړو شوو او ټپي شوو کسانو شمیر نه دی ښودلی. ددغو پیښو ۶۰ فیصده قربانیان ماشومان ښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG