د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د روسیې د یرغل له کبله د اوکراین نږدې څلورمه برخه وګړي بې ځایه شوي


ډیری اوکراینیان ګاونډیو او اروپایي هیوادونو ته کډه شوي.
ډیری اوکراینیان ګاونډیو او اروپایي هیوادونو ته کډه شوي.

پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې د یرغل څه باندې یوه میاشت کیږي، ملګري ملتونه وایي چې د جګړو له کبله د دې هیواد څه باندې ۱۰ ملیونه وګړي بې ځایه شویدي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) مارچ ۲۶ (وري۶) ویلي چې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې د اوکراین ۳.۷ ملیونه وګړو هیواد پریښی او ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې همدغه راز ۶.۵ ملیونه نور اوکراینیان دننه په هیواد کې مجبور شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د UNHCR په راپور کې یادونه شوې چې د اوکراین په بیلا بیلو برخو کې شاوخوا ۱۳ ملیونه نور وګړي چې غواړي خوندي سیمو ته پنا یوسي، په جګړو کې ګیر پاتې دي.

د اوکراین په لویدیځ ښار لفیف کې د دې نړیوالې ادارې یوې استازې کارولینا لیندهولم بیلنګ وایي وایې چې د تیرې یوې میاشتې راپدیخوا چې په اوکراین د روسیې یرغل پیل شوی، د خلکو کورونه او نورې ټولنیزې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې او پدې هیواد کې هر څه بدل شوي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې زیاته کړه چې په اوکراین کې ملیونونه کسان "هره شیبه په دومداره توګه ویره لري چې ښایي د روسیې د غیرې سنجول شوې درنې بمبارۍ سره به مخ شي".

میرمن بیلنګ وویل، "مونږ نن د یو پراخ بشري ناورین د یو داسې واقعیت سره مخ یو چې شیبه په شیبه ډیریږي. د خلکو د ژوندانه چارې ګډوډې شوي او کورنۍ جلا شوې".

ملګري ملتونه پداسې حال کې د اوکراین څخه د میلونو کسانو د وتلو او بې ځایه کیدو په هکله خبر ورکوي چې ها خوا د روسیې ځواکونه د کیف د ښار په شاوخوا کې د مقاومت سره مخ دي او د دې هیواد په نورو برخو کې هم د خنډونو سره مخ دي.

په مطبوعاتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د جګړې تاکتیکونه بدلوي او پلان لري چې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې په آزادولو تمرکز وکړي.

د روسیې جمهور رييس ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۴ مې په اوکراین باندې پوځي عملیات پیل کړل او نورو هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ که چیرې د روسیې د برید په وړاندې له اوکراین سره ودریږي له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG