د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د روسیې یرغل؛ د ماریوپول ښار کوڅو کې جګړه روانه ده 


په ماریوپول ښار د روسي ځواکونو بمباري
په ماریوپول ښار د روسي ځواکونو بمباري

د کیف د سیمې والي د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۶) وویل روسي ځواکونو د چرنوبل د اټومي تاسیساتو د کارګرانو ښارګوټی نیولی او د ماریوپول د محاصره شوي ښار په کوڅو کې د جګړې رپوټونه ورکړل شوي دي.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل څلور اونۍ وروسته پداسې حال کې چې روسیه نده توانیدلې د اوکراین کوم عمده ښار ونیسي، مسکو داسې اشارې کړي چې غواړي خپل پوځي زور کم کړي او په هغو سیمو باندې متمرکز شي چې ددې هیواد په ختیځ کې یې اوکرایني جلاغوښتونکي ادعا کوي.

د رویترز اژانس وایي د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ په یو شمیر سیمو کې د سختو جګړو رپوټونه ورکړل شوي چې د روسیې د ادعا خلاف دي چې وایي پوځي فشار یې کم کړی دی.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې په زرګونه کسان وژل شوي او شاوخوا ۳.۷ میلیون اوکراینیان د خپلو سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا دا جګړه ددې سبب شوې چې د اوکراین د نفوس نیمایي ماشومان د خپلو کورونو څخه بیځایه شي.

د ماریوپول ښاروال ویلي چې په دې محاصره شوي ښار کې حالات خراب دي، په کوڅو کې جګړه روانه ده او ښار د روسي ځواکونو د څو اونیو بمباریو او ډزو په نتیجه کې ویجاړ شوی دی.

پدې ترڅ کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ د قطر د دوحه یوې غونډې ته په وینا کې د ماریوپول ښار ویجاړې د هغو ورانیو سره پرتله کړې چې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د سوریې په الیپو ښار کې په ګډه روسي او سوریې ځواکونو کړي دي.

ښاغلي زیلینسکي د انرژۍ په تولیدونکو هیوادونو غږ وکړ چې خپل استخراج لوړ کړي تر څو روسیه د خپل ګاز او تیلو د پراخو زیرمو له غنا څخه د نورو هیوادونو د «باج اخیستنې» لپاره کار وانخلي.

له بلې خوا پرون د جمعې په ورځ ښاغلي زیلینسکې پداسې حال کې روسیې ته د نورو خبرو وړاندیز وکړ چې د روسیې د دفاع وزارت وویل، د عملیانو زیاته برخه یې بشپړه شوی او اوس غواړي د روسیې سره په پوله د دونباس سیمې ته خپل پام واړوي چې د روسیې پلوو جلاغوښتونکو سیمه ده.

د دونباس په سیمه کې اوکرایني جلاغوښتونکي د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې په جګړو بوخت دي.

څیړونکي وایي د روسیې دا ادعا چې اهداف یې په پوره کیدو دي ښایي ددې هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دا اسانه کړي چې په یو ډول د بریا ادعا وکړي او جګړه ختمه کړي.

دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین پلازمینې کیف ته نژدې د جګړې په لیکه د روسیې د زرهدارو ځواکونو کاروانونو په شمال لویدیځ او ختیځ کې کوم پرمختګ ندی کړی.

د بریتانیا استخباراتي رپوټ د شنبې په ورځ وویل چې روسي ځواکونه د خپلو تلفاتو د مخنیوي په مقصد د پراخو ځمکنیو عملیاتو پر ځای هوایي او د توپخانې بمبارد ته مخه کړې.

XS
SM
MD
LG