د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان په نړۍ کې لا هم یو لوی بشري ماموریت دی


ملګرو ملتونو په لوی شمېر کې د افغان کډوالو راستنېدو، وچکالۍ او نورو ستونزو ته په کتو سره ویلي دي، چې لا هم دا هېواد په نړۍ کې د یو لوی بشري ماموریت په توګه پاتې دی.

په افغانستان کې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې اندریکا رتواتي وویل: «په تېرو شپږ میاشتو کې ۱.۶ میلیون (افغانان) له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي. په دې سربېره له یوې لویې وچکالۍ سره مخامخ یو.»

د ملګرو ملتونو دغې استازي وویل چې په اوسني وخت کې د افغانستان نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په خبره یې د ملي امکاناتو کموالي او د سرچېنو محدودیت دا ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

د روان کال د جون په میاشت کې د اسرائیل او ایران ترمنځ له ۱‍۲ ورځنۍ جګړې وروسته له ایران څخه د افغان کډوالو اېستل په بېساري توګه زیات شول.

د اساسي ازادیو او بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي بن ساول، د «ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي» د ورځې په مناسبت له ایران او افغانستان څخه د افغان کډوالو اېستلو ته په اشارې په یو پیغام کې ویلي دي: «له ګاونډیو هېوادونو څخه د [افغان کډوالو] ډله ایز شړل د بې اساسه امنیتي دلایلو له کبله وو.»

په پاکستان کې د امنیتي پېښو له زیاتوالي او په ایران باندې د اسرائيل له بریدونو وروسته دواړو هېوادونو پاکستان او ایران، د شواهدو له ښودلو پرته، بې اسناده افغان کډوال په دغو پېښو او بریدونو کې دخېل وبلل او افغانستان ته یې شړل چټک کړل.

په همدې حال کې د بشري چارو د تنظیم ادارې (اوچا) ویلي دي چې بشردوستانه پروګرامونه یې نا تمویل شوي پاتې دي. اوچا ویلي دي په داسې حال کې چې ۲۰۲۵ کال له نیمايي هم اوښتی، خو په افغانستان کې د دوی یوازې ۱۷فیصده بشري ضروري بودیجه تمویل شوې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا طالبان واک ته ورسېدل او ورسره له دغه هېواد سره بشري مرستې محدودې شوې او ستونزې لا پسې زیاتې شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG