د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: غړي هیوادونه د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندلو په لټه کې نه دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق ویلي دي چې د دې سازمان غړي هیوادونه اوس په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو په طرف هیڅ تحرک نلري.

فرحان حق، د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا ډول پریکړه حکومتونه کوي.

حق وویل، "دا د حکومتونو پرېکړه ده چې څوک د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. دا هغه څه دي چې پر افغانستان د واکمنو چارواکو په اړه ندي شوي او تر هغه ځایه چې زه خبر یم، زه باور نه لرم چې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو ترمنځ په دې اړه کوم ګام اخیستل شوی وي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، له روسیې پرته بل هیڅ هیواد د هغوی حکومت په رسمیت پیژندلی ندی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه بریښنالیک کې لیکلي چې په رسمیت د طالبانو پيژندل او له هغوی سره د اړیکي عادي کول به د دې ډلې په کړنو پورې اړه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل: "ظاهراً، طالبان د افغانستان د حکومت په توګه، نړیوال مشروعیت غواړي. متحده ایالاتو دا روښانه کړې چې د [روابطو] عادي کولو په هدف هر ډول ګام به پخپله د طالبانو پر کړنو پورې اړه ولري."

په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې په ملګرو ملتونو کې د دې ډلې له رسمي استازي پرته، په افغانستان کې د وضعیت هیڅ ارزونه به بشپړه یا عادلانه نه وي.

په تېرو پنځو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، نصیر احمد فایق چې د افغانستان د پخواني حکومت لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه ټاکل شوی وو اوس هم په یاد سازمان کې د افغانستان استازیتوب کوي.

د طالبانو حکومت په تېرو څو کلونو کې ټینګار کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ باید د طالبانو له خوا نومول شوي کس ته ورکړل شي.

ملګرو ملتونو او ډیرو نورو هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو عادي کول په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي، د یوه همه شموله حکومت په جوړیدو او د نړیوالو قوانینو او مقرراتو د مراعت کیدو په شان په یو شمیر شرطونو پورې تړلي دي.

خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته پام ندی کړی او د ښځو او نجونو پر کار او زده کړې محدودیتونه لا هم پرځای دي او د یوه ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره اقدام ندی شوی.

د همه شموله حکومت د جوړیدو په بحث طالب چارواکو په ډیرو مواقعو کې ویلي دي چې د هغوی حکومت همه شموله دی او د افغانستان د بیلابیلو اقوام استازي د هغوی په حکومت کې په کار بوخت دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې وروستیو کې رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده، خو د ملګرو ملتونو د یوه ویاند په وینا، فاطمې تر اوسه په رسمي توګه خپل کار نه دی پیل کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG