د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبانو د مخکني حکومت ۱۰۰ کار کوونکي او د نړیوالو ځواکونو همکاران وژلي


طالبان تیر کال د اګست په میاشت کې په کابل کې واک ته ورسیدل او عمومي عفوه یې اعلان کړله.
طالبان تیر کال د اګست په میاشت کې په کابل کې واک ته ورسیدل او عمومي عفوه یې اعلان کړله.

د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې چې یکشنبه جنوري ۳۰ (سلواغې۱۰) لیدل شوي پکې ویل شوي چې طالبانو او متحدینو یې د اګست د میاشتې د ۱۵مې راهیسې چې په کابل کې واک ته رسیدلی څه باندې ۱۰۰ تنه یې وژلي چې د افغانستان د مخکني حکومت مامورین، د امنیتي ځواکونو غړي او یا هغه افغانان و چې د نړیوالو ځواکونو سره یې کار کاوه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پدې راپور کې ویلي چې د عمومي عفوې د اعلان باوجود په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) ته د دې کسانو د وژل کیدو، په جبري توګه غیب کیدو او نورو سرغړاونو په هکله د اعتبار وړ ادعاوې رسیدلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو او یا متحدینو یې د دې کسانو د دریو څخه دوه برخې یې د محکمې د حکم پرته وژلي دي. یوناما ویلي چې د څه باندې سلو کسانو د وژل کیدو په هکله یې راپورونه تر لاسه کړي چې د اعتبار وړ ښکاري.

پدې راپور کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارل شوی، ښاغلي ګوتریش ویلي چې په کابل کې د یوناما دفتر ته د شاوخوا ۵۰ کسانو د وژل کیدو په هکله د اعتبار وړ ادعاوې سپارل شوي چې ګمان کې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې وسله والو به د محکمې د حکم پرته وژلي وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدارنګه په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو په کار کوونکو او د بشري حقونو په مدافعینو بریدونه، د هغوي خپل سرې نیونې، ناوړه چلند او وژنې یې ادامه لري.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته په افغانستان کې د مدني ټولنې اته فعالین وژل شوي چې درې یې طالبانو او درې یې د داعش خراسان څانګې وسله والو وژلي دي.

عمومي منشي همدارنګه ویلي چې طالبانو د مدني ټولنې لس فعالین د لنډې مودې لپاره بندیان کړي هم و چې تر وهلو ډبولو او ګواښلو وروسته یې خوشې کړیدي.

په راپور کې همدرانګه د ددو خبریالانو د وژل کیدو یادونه هم شوې چې یو یې د داعش خراسان څانګې وسله والو او بل یې نا معلومو کسانو وژلی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدرانګه پدې راپور کې ویلي چې په کابل کې د یوناما دفتر د ۴۴ کسانو قضیې مستندې کړي چې طالبانو خلک په موقتي توګه نیولي، وهلي ډبولي او ګواښلي دي

د ملګرو ملتونو دا راپور پداسې حال کې خپریږي چې د طالبانو رهبر هبت الله آخندزاده څه موده وړاندې د دې ډلې په قوماندانو غږ کړی و چې د خپلو لیکو نه نامطلوب کسان وباسي.

ښاغلي هبت الله ددې ډلې په لیکو کې د نفوذي کسانو د شتون په هکله پکې اندیښنه ښودلې وه.

د ملا هبت الله په یوې څرګندونې کې ویل شوي، "هر مشر (د طالبانو قوماندان) مکلف دی چې هغه نامطلوب کسان چې د اصلاح کولو امید یې نه کیږي، د خپل صف نه وباسي. "

XS
SM
MD
LG