د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اصلاحاتو پلې کول دا اونۍ یوه ګرمه موضوع وه. ددغه سازمان د سرمنشي د څوکۍ لپاره څلورو نوماندانو د دغه سازمان غړو هېوادونو ته خپل پلانونه څرګند کړي چې څنګه به اصلاحات پلې کوي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په مرکز کې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د سرمنشي څوکۍ ته څلورو نوماندانو په خپلو څرګندونو کې وویل چې د نړیوالو ستونزو د حل لپاره دغه سازمان بدلونونو ته اړتیا لري.
د چیلي پخوانۍ ولسمشرې میشل باشلې وویل، د ملګرو ملتونو سازمان باید غړو هېوادونو او د هغوی د اتباعو د خدمت په لاره کې خپل مشروعیت ورغوي.
باشله وویل: «اجازه راکړئ خپل اصلي پیغام درسره شریک کړم: امیدوارۍ ته ډیره زیاته اړتیا ده. زموږ نړۍ او هغه نړیوال قوانین چې نړۍ اداره کوي، تر بل هر وخت زیات تر فشار لاندې دي.»
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګورسي وویل، «زموږ د سازمان په اړه پراخ شکونه» موجود دي، او ټینګار یې وکړ چې دا سازمان باید کوټلي ګامونه پورته کړي.
رافایل ګروسي وویل: «دا سازمان ددې لپاره ندی جوړ شوی چې لکه د عاج برج یوازې پیغامونه خپاره کړي. دا سازمان ددې لپاره جوړ شوی او مسئولیت لري چې په صحنه کې ستوزې هوارې کړي.»
د کوستا ریکا پخوانۍ د ولسمشر مرستیالې ریبیکا ګرینسپن وویل، هغه به یقیني کړي چې ملګري ملتونه ټولو لویو او کوچنیو هېوادونو ته یوشان خدمت وکړي. هغې سوله ساتنه خپل لومړیتوب وباله.
ګرینسپن وویل: «زه به د بحرانونو له پیل وړاندې اقدام کوم. او لومړنی کس به یم چې ټلیفون ته به ځواب وایم. زه به هغو سیمو ته ځم چیرې چې جګړې دي. زه به له هرې ډلې سره خبرې کوم. زه به د امنیت شورا او غړو هېوادونو سره کار کوم او د منځګړو سره به منځګړیتوب کوم.»
د سنیګال پخواني ولسمشر مکي سال وویل، هغه پتېیلې چې ملګري ملتونه به پر مخ بیايي، او د نړیوالو بحرانونو، اقلیم او کډوالۍ په څېر ننګونو په وړاندې به په دې سازمان کې اصلاحات راولي.
ښاغلي سال وویل: «د سرمنشي په توګه به د یو پله په څېر، غواړم پر ملګرو ملتونو اعتماد ورغوم چې یو ځل بیا د ټولو خدمت وکړي.»
د ملګرو ملتونو نوی سرمنشي به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د اوسني سرمنشي انتونیو ګوټېریش ځای نیسي چې د خدمت پنځه کلنه موده یې پای ته رسیږي.
فورم \ دبحث خونه