د لاس رسي وړ اتصالات

د ملکي تلفاتو او افغان ښځو باندې د محدودیتونو په اړه د امنیت شورا ځانګړې غونډه


پر افغان مېرمنو د محدودیتونو زیاتېدو سره هم مهاله، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه فوق العاده غونډه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازولۍ د دغه ناستې د رابللو وړاندیز کړی دی او ټاکل شوې دغه شورا غړي سبا پنجشنبه مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازو دمعلوماتو په اساس، په دغه ناسته کې به د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د طالبانو لخوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه وشي.

طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت» د تیرې شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۷) اعلان وکړ چې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی».

د دوی په نویو لارښوونو کې ویل شوي، په هره جامه چې بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، خو زیاتوي چې نازک او تنګ دې نه وي او «چادري یې د شرعي حجاب بهترین» ډول دی.

د طالبانو دا وزارت وايي چې د طالبانو مشرتابه ورته دا دستور استولی دی چې «علماوو» ترتیب کړی دی. د طالبانو حکومت د خپلې سترې محکمې، د حج او اوقافو، معارف او داخلې وزارتونو څخه غوښتي دي چې د دغو لارښوونو په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړې.

د طالبانو په نویو لارښوونو کې په ښکاره ویل شوي دي که کارکوونکې ښځې یې دا لارښوونې عملي نکړي له دندو به وشړل شي او که د کارکوونکو نارینوو د کور ښځو او لورګانو دا لارښوونې عملي نکړې، دندې به یې وځندول شي.

د ښځو حجاب جبري کېدو په اړه د طالبانو دامر بالمعروف وزارت تازه حکم پراخ غبرګونونه پارولي او د ځينو هیوادونو په ګډون دامریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار سازمان په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) مشرې دیبرالاینز په دې اړه خپل اندېښنه له طالب چارواکو سره شریکه کړې ده.

اغلې لاینز د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست خیرالله خیرخوا سره لیدنه کې د ښځو حقوقو پراخوالي او د نجونو پر مخ د متوسطه او لېسو خلاصولو غوښتنه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې چې پر افغان ښځو او نجونو دي د محدودیتونو مخه ونیول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر داسې مهال د افغانستان په اړه ناسته کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د طالبانو د ژمنې سره سره لا هم د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي نه دي خلاص شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتیریش روانه اونۍ له طالبانو څخه وغوښتل چې د نړیوالو بشري قوانینو سره سم د ښځو او نجونو د حقوقو په اړه ژمنې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG