د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مېرمنې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له کلنۍ مناظرې څه تمې لري؟


UN Haiti
UN Haiti

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې سره هم مهاله، د مېرمنو د حقوقو یو شمېر فعالانې وايي، تمه ده چې په دغه غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د اخیستل شوو حقوقو په اړه جدي بحثونه وشي.

ټاکل شوې امنیت شورا نن پنجشنبه اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) د «ښځې، سوله او امنیت» په نوم خپل کلنۍ مناظره تره سره کړي. ویل کیږي دا ځل به د افغان ښځو حقونه د دې غونډې د اجندا عمده موضوع وي.

د ښځو حقوقو فعالې رقیه ساعي د یادې غونډې په اړه امریکا غږ ته وویل چې ازادي، زده کړې او کار له هغه حقوقو څخه دي چې د یو کال راپدېخوا د طالبانو حکومت لخوا له مېرمنو څخه اخیستل شوي دي.

نوموړې زیاته کړه چې باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کلنۍ مناظره کې د افغان مېرمنو د یادو حقوقو په اړه جدي بحثونه وشي تر څو هغوی وکولای شی خپلو حقوقو ته لاس رسئ پیدا کړي.

د شیبا په نوم یوې فعالې هم دغه ناظره یو نیک اقدام او فرصت وباله چې په خبره یې د ښځو د حقوقو د نقض په اړه ټول راپورونه پکې شریک شي.

اغلې رووفي وویل: "د دغه راپور شریکول د دې سبب کرځي چې د افغانستان د ستونزو او د افغانستان د ښځو د اوسنیو ستونزو د هواري لارې چارې پیدا شي."

هغې وویل چې په تېر یو کال کې افغان مېرمنې له خپلو زیاتو حقوقو څخه محرومې شوي دي. د نوموړې په وینا د ښځو انزوا د ژور خپګان، فزیکي تاوتریخوالي، روحي او رواني فشار، جبري نکاح او تر وخت مخکې د ماشوم د نقصان لامل کرځي.

اغلې رووفي زیاته کړه: "موږ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د افغان مېرمنو د حقوقو په اړه میثاقونو ته د ژمنتیا غوښتونکي یو،تر څو د افغانستان د ښځو د اوسنۍ معضلې په اړه یوه حل لاره پيدا شي او دغه ناسته د د دې سبب شي چې د ټولنې نیمايي قشر خپل برخلیک بیرته لاسته راوړي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو، په سیاسي او ټولنیزو برخو او کاري ساحو کې د افغان مېرمنو د ونډې کمرنګه کېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

انتقادونه دا دي چې پر افغانستان باندې د بیا واکمن کیدو وروسته طالبانو د خپلو ژمنو برخلاف عمل کړی او په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې د ښوونې او روزنې او روغتیا په ګډون د یو څو سکتورونو پرته د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې او ښځې یې له کار کولو منعې کړې.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مشرې هیدر بار روانه اونۍ امریکا غږ ته وویل چې دا مناظره په افغانستان کې د ښځو او نجونو بېوزله وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره یو ښه فرصت دی.

هغې زیاته کړه، چې له ملګرو ملتونو څخه به وغواړي چې د بشري حقونو د څارنې او ساتنې لپاره لا ډېر کار وکړي او له غړو هېوادونو به وغواړي چې د طالبانو د مشرانو په ګډون په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونکو پر ضد اقدام وکړي.

خو طالبانو تر دې مخکې ویلي چې د شریعت له مخې د ټولو مېرمنو حقوقو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG