د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې څخه د ښځینه محصلینو ایستلو په غبرګون کې د ښځو لاریون


د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې څخه د یو شمېر ښځینه محصلینو د ایستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، په کابل ښار کې یو شمېر معترضو مېرمنو لاریون کړی او وايي چې «تحصیل د افغانستان د نجونو سره کرښه» ده.

دغه ښځې چې شمېر یې لږ تر لږه ۳۰ تنو ته رسیده د سې شنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۶) د کابل پوهنتون دروازې مخته راټولي شوي وې او «موږ یې د ویلو په جرم، موږ یې د لیدلو په جرم - موږ یې له پوهنتون څخه ایستلي یو» او د ازادۍ، برابرۍ، امنیت او زده کړو په اړه یې شعارونه ورکول.

دغه معترضو مېرمنو همدارنګه د «تحصیل، کار او ازادۍ» شعارونه ورکول او پر افغان مېرمنو د طالبانو د حکومت د محدودیتونو او د افغان مېرمنو د غږ نه اورېدو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چپ پاتې کېدو یې انتقاد وکړ.

د لیلا بسیم په نوم یوې معترضي وویل چې د ښځو او نجونو د حقوقو د تامین او عدالت په برخه کې به خپلو غوښتنو ته دوام ورکړي.

دغه معترضې مېرمنې ادعا کوي څو تنه ښځينه محصلینې چې په دې وروستیو کې یې پر کاج تعلیمي مرکز د چاودنې په غبرګون کې په لاریون کې ګډون کړی و، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کابل پوهنتون له لیلیې څخه ایستل شوي دي.

د یادو معترضو مېرمنو په پریکړه لیک کې راغلي: "موږ د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت څخه غواړو چې د پوهنتون او لیلیې له مسؤلینو سره په همږۍ له لیلیې څخه د ایستلو شویو نجونو په اړه بیا کتنه وکړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې بریته پوهنتون او لیلیې ته راشي."

دوی همدارنګه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو په نه خلاصېدو باندې انتقاد وکړ او له طالب چارواکو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره ټولو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د کابل پوهنتون د نجونو ه لیلیې څخه د ښځینه محصلینو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې تائید کړې وه چې د کابل د پوهنتون د مقرراتو څخه د سرغړونې له امله یو شمېر محصلین له لیلیې څخه ایستل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد تقي دوې ورځې مخکې امریکا غږ ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي و: "حقیقت دادی چې څو تنه اخراج شوي محصلین، چې له یو مشخص قوم سره تعلق نلري، د پوهنتون د لوائحو او مقرراتو څخه د سرغړونې له امله د اصولو سره سم او د ځانګړي کمېټې د پریکړې په نتیجه کې ایستل شوي دي."

ښاغلي تقي زیاته کړې چې دغه اصول له کوم تبعیض پرته پر ټولو محصلینو یو شان تطبیق کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کابل مخکنی والي ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

د تېر یو کال راپدېخوا عبدالباقي حقاني د طالبانو حکومت لخوا د لوړو زده کړو وزارت سرپرست و. طالب چارواکو تر دا مهاله د هغه لیري کولو د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG