د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: بشري فعالیتونو کې د افغان مېرمنو ونډه ستونزمنه شوې 


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د بشري مرستو په برخه کې د سیمه ییزو ښځینه کار کوونکو ګډون له ستونزو سره مخ شوی دی.

اوچا د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) په یو راپور کې ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په بشر دوستانه فعالیتونو کې د ښځو معناداره او هر اړخیز ګډون او وړتیا له ستونزو سره مخامخ شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي: "پر زیاتېدونکو محدودیتونو سربیره چې ښځې د زادۍ له اساسي حقوقو څخه محروموي، د بشر دوستانه برخو ښځينه کار کوونکي هره ورځ چې - له کور څخه وځي تر څو چې بیرته خپلو کورونو ته ځي - له ازار او ځورېدو او بد چلند سره مخامخ کیږي."

هغه مېرمنې چې په خیریه بنسټونو کې کار کوي اوچا ته ویلي چې د ښځو د سفر او ځينو نورو برخو کې د طالبانو حکومت تر فرمانونو وروسته هغوی له ستونزو سره مخ شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې د ښځینه کار کوونکو په ګډون نارینه کار کوونکي هم د طالبانو د تلاشۍ په محلونو کې د هغوی له ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ بنسټ ټينګار کړی که څه هم یاد محدویتونه نظر سیمو ته فرق کوي، خو وايي دغه وضعیت په ټول افغانستان کې ښځې اغېزمنې کړي دي.

اوچا ویلي چې که د بېلابېلو ادارو لخوا په دې اړه بېړني او پرېکنده ګامونه ونه اخیستل شي، دا وېره شته چې افغان مېرمنې په بشري فعالیتونو کې له خدمت څخه محرومې شي چې دا به د ښځو لپاره ناوړه پایلې ولري.

یاد دفتر د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د کورنیو ښځینه کار کوونکو رول وپيژني او درناوی یې وکړي. اوچا ټینګار کړی چې طالب چارواکي باید د داسې اقداماتو له تر سره کولو ډډه وکړي چې په بشري چارو کې د ښځینه کار کوونکو د فعالیتونو په وړاندې دخنډ سبب ګرځي.

د طالبانو حکومت تر دامهاله د اوچا ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ویلي و چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو مېرمنو حقوقو ته ژمن دي.

ویل کیږي چې د تېر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو ونډه کمرنګه شوې ده.

خو تر دې مخکې د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و که چیري طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د ښځو او نجونو حقوقو ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG