د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا په ایران د وسلو د بندیزغځولو په اړه د امریکا پریکړه لیک رد کړ


د امنیت د شورا د پنځلسو غړیو هیوادونو نه یوازې دوو یې د دې پریکړه لیک په پلوۍ رایه ورکړې.
د امنیت د شورا د پنځلسو غړیو هیوادونو نه یوازې دوو یې د دې پریکړه لیک په پلوۍ رایه ورکړې.

د امریکا متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یو پریکړه لیک وړاندې کړی و چې له مخې یې په ایران د غټو وسلو د نه پلورلو بندیز د نامعلومې مودې لپاره ځڼدول کیده خو د امنیت شورا غړیو دغه پریکړه لیک رد کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځلسو غړیو هیوادونو څخه یوازې دوه هیوادونو د دې پریکړه لیک په پلوي رایې ورکړي. اکثریت اروپایي هیوادونو چې د امریکا پاخه ملګري دي، هیڅ رایه نده ورکړې. چین او روسیې یې مخالفت کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې د امنیت د شورا دا پریکړه د توجیه وړ نده او په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر بیا دا پریکړه "شرم" بللي.

خو ایران د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پریکړه ستایلې.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي امریکا پدې کې ناکامه شوه چې اتومي موافقه بیخي ختم کړي او د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې امریکا په ملګرو ملتونو کې هیڅ وخت دومره ګوښه شوی نه و.

امریکا او د نړۍ قدرت لرونکو هیوادونو دا موافقه په ۲۰۱۵ کال کې لاسیک کړې کړې وه. په موافقې کې ایران منلې وه چې د امریکا د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي او د بالاستیکي توغندیو پروګرامونه بندوي.

خو جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې امریکا ددې تړون نه وایسته او په ایران یې بیا اقتصادي بندیزونه ولګول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې نه وروسته د دې احتمال ډیر شوی چې امریکا به ښایي په یو اړخیزه توګه په ایران د وسلو د نه پلورلو د بندیز موده وغځوي.

XS
SM
MD
LG