د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان په وضعیت خبرې کوي


عکس: ارشیف - د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
عکس: ارشیف - د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶( حوت اووم) د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې د افغانستان په وضعیت باندې خبرې وکړي.

ددغې شورا په انټرنیټي پاڼه باندې لیکل شوي چې دا غونډه به د دغې شورا د غړو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په ګډون د نیویارک پر مهال د سهار پر لسو بجو پیل شي او په ځانګړي ډول به په کې د افغانستان لپاره د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په سر سلامشورې وشي.

په ملګرو ملتونوکې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ددې غونډې په اړه تیره اونۍ د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په دې غونډه کې به د امنیت د شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په اړه خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) په ۲۷۷۱ پریکړه لیک کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې وه، ترڅو د طالب مشرانو او افغانستان سره تعامل ډیر کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې پریکړه لیک د سپارښتونو پر اساس تیره اونۍ په قطرکې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو یوه غونډه هم جوړه کړې وه.

پدې پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش څخه غوښتل شوي چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکی تر څو د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي سپارښتنې په ځانګړې توګه د جنسیت او بشري حقونو په برخې کې عملي کړي.

دا پریکړه لیک په ۱۳ موافقو رایو سره د امنیت په شورا کې تصویب شو، خو روسیې او چین دغه پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځینۍ غونډې په پای کې ویلي و چې د یو ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیمې کړې.

هغه وویل چې طالبانو ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې کې ګډون وکړي، خو هغوی یې بلنه ونه منله. ښاغلي ګوتیرش هیله وښوده چې د طالبانو استازي به په راتلوونکو دغسې غونډو کې ګډون وکړي.

طالبانو په دغې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي‌ وو چې د ښاغلي ګوتېرش په وینا ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.

ښاغلي ګوتیرش د دوحې د غونډې د هدف په اړه وویل: "موږ د یو سوله ایز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړیوالو ژمنو عملي کولو توان ولري".

هغه وویل چې نړیوالو مکلفیتونو ته پابندي، له ګاونډیانو او نړیوالو سره د طالبانو حکومت د اړیکو په ټېنګولو او د افغانانو حقونو ته په درناوي‌ سره به طالبان د نړیوالې ټولنې سیاسي‌ او اقتصادي‌ میکانیزمونو کې ور ګډ شي.

نوموړي وویل چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره ګډونوال د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزونکي له ارزونو سره موافق وو، چې یو وړاندیز یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګمارل وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG