د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلاسن: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بهیر باید د سیمې د فارمټونو تکمیلوونکی اوسي


د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي چې د افغانستان د ستونزې حل لپاره د ملګرو ملتونو بهیر باید ددغه هیواد په تړاو د سیمې د فارمټونو تکمیلوونکی اوسي.

توماس نیکلاسن د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په غونډه کې د ګډون وروسته د چهارشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۲۱ (حوت دوییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي چې په افغانستان کې د ۴۵ کلنو د جګړې وروسته له ګاونډیو هیوادونو سره ددغه هیواد ښې اړیکې ډیرې اړینې دي.

ښاغلي نیلاسن ویلي: " زه د تعامل لپاره د سیمې د نیت د اعلان هرکلی کوم او د نورو له خوا د ملاتړ د دوام د لیدلو لیوالتیا ته اشاره کوم. د ملګرو ملتونو په مشرۍ یو پروسه باید د سیمې د فارمټونو تکمیلوونکی اوسي نه د هغې ځای ناستې".

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي افغانستان کې د ثبات د ټینګیدو لپاره د سیمه ییزو هڅو څخه د ملاتړ په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې ایراني دپلوماتانو په پرله پسې ډول د افغانستان لانجې ته په سیمه ییزه کچه د حل لارو په موندلو باندې ټینګار کړی دی.

یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د سیمې هیوادونه تراوسه په دې نه دي توانیدلي چې د طالبانو سره د تعامل لپاره په یو ځانګړي سیاست باندې سره موافقې ته ورسیږي. دغه کارپوهان ددې علت د طالبانو له حکومت څخه د سیمې د هیوادونو د غوښتنو نه عملي کیدل ښيي.

د سیمې هیوادونو د طالبانو له حکومت څخه په پرله پسې ډول غوښتي چې افغانستان کې دې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او هم دې د ښځو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو د ټولشموله حکومت د جوړولو دا غوښتنې ردې کړي او ویلي دي چې د دوی حکومت یو ټولشموله حکومت دی او د ښځو حقونو ته د شریعت په چوکاټ کې ژمن دی.

د افغانستان راتلوونکی

توماس نیکلاسن په خپلو دغو پیغامونو کې د افغانستان راتلوونکی او د دغه هیواد تیر وخت سره چلند په هکله ویلي چې باید پخپله افغانان په دې اړه پریکړه وکړي.

هغه ویلي: " د افغانستان راتلوونکې او د دغه هیواد تیر وخت سره چلند باید د ټولو افغانانو له خوا پرې بحث او ډیالوګ وشي او په اړه یې پریکړه وکړي".

توماس نیکلاسن ټینګار کړی چې نور هیوادونه او سازمانونه په یو ښه حالت کې کولی شي چې ددغسې یو بهیر څخه ملاتړ وکړي.

همداشان هغه ویلي چې باید لا په زیات شمیر افغانان د دوحې د غونډې په څیر غونډو ته وبلل شي.

ددې دمخه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر سه شنبه فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) وویل چې طالبان یوازیني افغانان ندي چې د افغانستان په راتلونکې کې ونډه لري.

هغه وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې په "ریښتیني توګه ټولشموله" دولت غواړي او دریمه دا چې د میرمنو او نجونو په ګډون د بشري حقونو درناوي په هکله اندیښنه لري.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالفو سیاسي ګوندونو او جریانونو د دوحې د غوڼډو د پای ته رسیدلو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان ستونزه د راتلونکی د ټاکلو د حق چې ددغې اعلامیې له مخې د طالبانو له خوا عصب شوی او د تروریزم په منګلو کې دي د بیرته ترلاسه کولو پرته نشي هواریدلی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې ترهغې چې په نړیواله کچه دغې مسلې باندې تمرکز ونشي د افغانستان د اوسني وضعیت د ښه کیدو لپاره هر ډول هڅه به وخت ضایع کیدل اوسي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" ملګري ملتونه پاملرنه وکړي چې د افغانستان د بحران حل ددغه هیواد په قضیه کې د ټولوښکیلو طرفونو سره رغنده تعامل او په دې لانجه کې د ټولو غاړو او اغیزمنو سیاسي جریانونو په ګډون د یو پراخه بهیرپورې مربوط دی".

ددغو سیاسي جریانونو او ګوندونو په باور یواړخیز تعامل او د سیاسي ګوندونو او اغیزمنو جریانانو د ګډون پرته هیڅکله د سیاسي حل سره مرسته نشي کولی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG