د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۲) د یوه پرېکړه لیک په تصویب سره، د طالبانو او له هغوی سره د تړلو ډلو او اشخاصو په وړاندې د بندیزونو د څارونکې ډلې ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ.
دا پرېکړه لیک چې د متحدو ایالتونو لخوا ترتیب او وړاندې شوی و، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو غړو (پنځه دایمي غړو او لس دوراني غړو) له خوا په قاطع اکثریت تصویب شوه.
په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت نشتوالی، د ښځو په وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند، او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو دوامداره فعالیتونه، د امنیت شورا لخوا د دې بندیزونو د دوام لپاره د اصلي دلیلونو په توګه مطرح شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو د استازولۍ مرستیالې، تمي بروس، د دې شورا له پرېکړې وروسته وویل چې طالبان د بهرنیانو یرغمل نیول، د متحده ایالتونو او نورو هیوادونو سره په خبرو اترو کې د نفوذ د وسیلې په توګه کار اخلي.
بروس د بېلګې په توګه وویل چې طالبان د هغو امریکايي وګړو د خوشې کولو په بدل کې چې د دغې ډلې په بند کې دي، په ښکاره توګه د ګوانتانامو له زندان څخه د القاعده ډلې د یوه غړي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده، په داسې حال کې چې د دې امریکايي ډيپلوماټې په وینا، طالبان تل ژمنه کړې چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې ته ژمن دي.
تمي بروس ټینګار وکړ چې د طالبانو په وړاندې د بندیزونو دوام د دې لپاره اړین دي چې دا ډله دې د "افسوس وړ تاکتیکونو" له امله حساب ورکړي، او دافغانستان د سولې او ثبات په وده کې د څارنې ټیم د حیاتي رول لپاره، اړین دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې اقدام په غبرګون کې د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د بندیزونو لګول نه پخوا نتیجه ورکړې او نه به په راتلونکي کې د چا په ګټه وي. هغه لیکلي: "د دغسې ناکامو حربو او تجربو بیا بیا کارول منطقي کار نه دی."
فطرت له دې ادعا سره چې "افغانستان د بېلابېلو هېوادونو سره پرمختګ او تعامل کوي" او د هغه په وینا، په دې هېواد کې امنیت او ثبات د ښه کېدو په حال کې دی، له لوېدیځ څخه یې د همکارۍ او "رغنده تعامل" او د بندیزونو د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
د چین، روسیې، پاکستان او برتانیا په ګډون د نورو هېوادونو استازو هم په یوه غږ د ترهګرۍ په وړاندې د طالبانو د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ، خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازولۍ مرستیالې، انا اوستیګنووا، خبرداری ورکړ چې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې پر ځای د بشري حقونو پر موضوعاتو له حده زیات تمرکز د نړیوالو بندیزونو اغېزمنې اجرا ته زیان رسوي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د روسیې دا دریځ د ستاینې وړ بللی دی.
د دې اقدام سره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۹۸۸ شمېر قطعنامه کې شامل بندیزونه چې د ۲۰۱۱ کال په جون کې د طالبانو په ضد د بندیزونو د رژیم په نوم تصویب شوي وو، د یو بل کال لپاره تمدید کړل، چې د طالبانو د یو شمېر مشرانو په سفرونو بندیز، د هغوی د شتمنیو کنګل کول او په طالبانو پورې د اړوندو اشخاصو او ډلو په وسلو بندیز هم پکې شامل دي.
فورم \ دبحث خونه