د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د افغانستان په هکله نړیواله غونډه جوړوي


ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د مرستو راټولو نړیواله غونډه په ژنیو کې جوړوي.
ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د مرستو راټولو نړیواله غونډه په ژنیو کې جوړوي.

ملګري ملتونه وایي د همدې روانې میاشتې په ۱۳مې په ژنیو کې د افغانستان په هکله د مرستو نړیواله غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو عمومني منشي انټونیو ګوتریش وویل د غونډې هدف په افغانستان کې د "راتلونکي بشري ناورین" مخنیوی دی.

ښاغلي ګوتریش وویل، "مونږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د افغانانو د ملاتړ لپاره لاس یو کړي. مونږ همدارنګه بشپړ او د خنډ پرته بشري لاسرسی غواړو چې یقیني شي چې افغانانو ته لازمي خدمات چې هغوي ورته اړتیا لري، برابر شي. "

خیریه مؤسسې وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د وچکالۍ له کبله یو شمیر خلکو په کافي اندازه خواړه نه درلودل خو دا چې طالبان واک ته رسیدلی او افغانستان منزوي شوی او اقتصاد یې هم ګډوډ دی، ښایي میلونونه کسان د لوږې سره مخ شي.

ښاغلي ګوتریش وویل چې ملګري ملتونه د افغانستان د ولس سره ولاړ دي او زیاته یې کړه چې "د پاتې کیدو او مرستو رسولو ته ژمن پاتې کیږي. "

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی و چې په څو ورځو کې به افغانستان د درملو او نورو صحي توکو له کمښت سره مخامخ شي.

دغه سازمان د اګست ۲۷ ( وږي ۵) ویلي چې د لومړنیو طبي مرستو بستې، د روغتونونو لپاره عاجل مواد او په افغانستان کې د ماشومان د خوار ځواکۍ لپاره کارېدونکي درمل تر هر څه مخکې ژر په کار دي.

د ملګرو ملتونو دسازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه خلک په بهرنیو مرستو بسیا دي.

XS
SM
MD
LG