د لاس رسي وړ اتصالات

ترک: دولتونه باید افغانستان ته د کډوالو جبری ستنولو مخه ونیسي

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمیشنر ولکر ترک د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د کوربه هیوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو جبري ستنول د بشری حقونو او د کډوالو د نړیوالو قانون خلاف عمل دی.

ښاغلي ترک ویلي : "افغان ښځې، ماشومان او نارینه لا هم له هغو هېوادونو څخه ایستل کېږی چې دوی پکې ځانونو ته خوندي ځاې لټوي، هغوی مجبوروي چې د خپلې خوښې خلاف افغانستان ته ستانه شي او هغوي د جدي خطر سره مخ کیږي"

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې د کال له پیل راهیسې، نږدې دوه لکه اویا زره افغانان افغانستان ته لیږل شوي دي ، چې زیاتره یې له ایران او پاکستان څخه ستانه شویدي ، له ترکیې او تاجکستان څخه هم د لږ شمېر افغانانو د ستنولو راپور ورکړل شوی دی .دا د هغو څه باندې ۱ عشاریه دوه میلیون افغان کډوالو سربیره دي چې تیر کال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي. له پاکستان څخه هم تیر کال یو لک او پنځوس زره افغان کډوال ستانه کړل شوي.

ترک زیاته کړې: "هغه کسان چې د بشری حقونو د جدی سرغړونو له خطر سره مخ دي، په جبري ډول يې افغانستان ته ستنول د نړیوال قانون د اصل جبري نه ستنولو خلاف دی. زه له دولتونو غوښتنه کوم چې خپلو نړیوالو قانوني مکلفیتونو ته پابند پاتې شی او په جبري ایستلو افغانان د نه جبرانېدونکي زیان سره مخ نه کړي او، محافظت يې وکړي."

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو مشر د هغو راپورونو په زیاتوالي هم اندیښنه څرګنده کړه چې له مخې يې اروپایی اتحادیې څو غړي هېوادونه د افغان اتباعو د بیرته ستنولو لپاره د همغږۍ غوښتنه کړې، و ویلي يې دی چې د افغانستان د بشری حقونو د سخت وضعیت سره سره، ځینې اروپایی هیوادونه د افغانانو د بیا ایستلو چارې پیلوی یا په پام کې نیسي.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمیشنر وویل:

"زه په کلکه خبرداری ورکوم چې افغانستان ته د انفرادي متوجه خطر ارزول پرته جبری بیرته ستنول ونشی، نړیوال بشري او د کډوالو قانون له مخې له مخې باید بیرته ستنیدل ترسره شی،".

له بل پلوه افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بنیت ویلي د پاکستان له خوا د مارچ په ١٦ د معتادانو د درملنې لپاره د امید په روغتون هوايي برید کیدای شي جنګي جرم وګڼل شي.

ریچارد بینت د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه د یادې پیښې په اړه د بشپړو او خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه کړې.

ښاغلی بینت وايي " په ولسي خلکو او ملکي تاسیساتو قصدي برید امکان لري جنګي جرم وګڼل شي."

نوموړی دیته اشاره کوي چې افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ،یوناما، په دې پیښه کې د څه دپاسه ۲۶۹ ولسي کسانو مړینه تایید کړې ده.

ریچارد بینت له طالبانو هم غوښتي چې په دغه ډول مراکزو کې د ناروغانو خوندیتوب تضمین کړي..

دپناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د کمشنرۍ شمیرې ښيي چې سږ میلادي کال شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته جبري راستانه شوي دي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG