د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: عراق په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاقو په لار بدلېږي


ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې ده چې عراق به د نشه يي توکو د قاچاقو په لارې بدل شي.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې ده چې عراق به د نشه يي توکو د قاچاقو په لارې بدل شي.

ملګري ملتونه وايي چې عراقي ځواکونو تېرکال د ۱۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت نشه يي توکي نیولي دي او دا هېواد په سیمه کې د مخدره موادو د قاچاقو په یوې پراخېدونکې لارې بدلېږي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ادارې نن دوشنبه جولاۍ ۲۲ (زمري لومړی) په خپل راپور کې وویل چې «په تېرو پنځو کلونو کې عراق کې د نشه يي توکو قاچاق او استعمال په ډراماتیک ډول زیات» شوی دی.

په راپور کې ویل شوي دي چې یوازې تېرکال چارواکو «د کیپټاګون ۲۴ میلیون ټابلیټونه نیولي» چې ۱.۴ ټنه کېږي او د شمېر له پلوه بیساري دي. د دغو موادو ارزښت د ۸۴ او ۱۲۴ میلیون ډالرو ترمنځ ښودل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي «داسې ښکاري چې عراق د میتامفیتامین او کیپټاګون د قاچاقي لارو» سره نښتې وي او په نژدې او منځني ختیځ کې د نشه يی توکو د پیچلیو قاچاقو په یوې مهمې لارې په بدلېدو دی.

د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په عراق کې د کیپټاګون نیول درې برابره زیات شوي او د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کې ۳۴ برابره زیات وو.

د فرانس پرس د راپور په اساس، اکثریت دا نشه يي مواد د سوریې څخه قاچاق کېږي او سعودي عربستان یې لوی مارکیټ دی. په عراق کې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کالونو ترمنځ ۸۲ فیصده نیول شوي کیپتاګون له سوریې او ۱۷ فیصده نور یې له لبنان څخه قاچاق شوي وو.

په عراق کې دننه هم د نشه يي موادو استعمال زیات شوی او راپورونه وايي چې مقاماتو د نشه يي توکو د قاچاقو د مخنیوي اقدامات زیات کړي او د خلیج هېوادونو په عراق له دې پلوه فشار هم راوړی دی.

د نشه يي مو ادو د مخنیوي په اړه په یو سیمه ییز کنفرانس کې د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني د سیمې د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه وویل: «د نشه يي موادو د قاچاقي ډلو د تعقیب او کډوډولو لپاره همکاري او همغږي به د سیمي او نړۍ امنیت تامین کړوي. موږ به د هرې هغې هڅې ننګه وکړو چې هدف یې د نشه يي توکو د مرکزونو، تولید خانو او انتقال د لارو ختمول وي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG