د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د ایران د سنټرفیوژ په ورکشاپ کې تازه کمرې ولګولې


د نتانز په اتومي بټۍ کې سنټرفیوژونه.
د نتانز په اتومي بټۍ کې سنټرفیوژونه.

د ملګرو ملتونو د اتومي څار اداره وایي د تهران په غوښتنې یې د دې هیواد د نتانز په اتومي بټۍ کې چې د ځمکې لاندې جوړه شوې، نوې کشفي کمرې لګولي چې د یو نوي سنټرفیوژ د ورکشاپ څارنه وکړي.

ملګري ملتونه د تهران په غوښتنې دا اقدام پداسې حال کې کوي چې د ایران د اتومي موافقې د بیرته احیا کولو لپاره هلې ځلې په ټپه ولاړې دي.

ایران وروسته تر هغه د نتانز په اتومي بټۍ کې دا نوی ورکشاپ پیل کړ چې د کراج د سنټر فیوژ په بټۍ کې د جون په میاشت کې د ایراني چارواکو په قول د ورانکارۍ برید وشو.

پداسې حال کې چې د ایران د اتومي موافقې سرنوشت لا ندی معلوم دوه ځله د نتانز په اتومي بټۍ د ورانکارۍ بریدونه وشول. ایران د دې بریدونو ملامتي په اسرائیل اچولي.

ایران تر دې وړاندې ویلي چې پلان لري د کراج څخه د سنټرفیوژ ورکشاپ د نتانز اتومي بټۍ ته ولیږدوي.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې چې مرکز یې د اتریش په پایتخت ویانا کې دی ویلي چې دغه نوې کشفي کمرې یې سه شنبه اپریل ۱۲ د نتانز په اتومي بټۍ کې ځای پر ځای کړي او د ماشینونو څخه یې پوښونه لیرې کړي.

دا ماشینونه د هغو وسایلو لپاره مهمې پرزې جوړوي چې په لوړه کچه تاویږي او د یورانیم ګاز غني کوي.

ایراني مطبوعاتو هم د دې کمرو نصب کیدل تائید کړي خو تر څنګ یې دا ویلي چې کوم انځورونه او ویډیوګانې چې دغه کمرې یې ثبتوي، د ایران سره به خوندي وي او تر هغه وخته به د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته نه ورکول کیږي تر څو پورې چې په اتومي موافقې جنجال نه وي حل شوی.

ایران د ۲۰۲۱ کال د فبروري د میاشتې راپدیخوا د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې لخوا د نصب شویو کمیرو ویډیوګانې او انځورونه د ځان سره خوندي ساتلي او د اتومي تړون د بیرته احیا کیدو لپاره یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.

ایراني چارواکو د چارشنبې په ورځ ملګرو ملتونو ته د نتانز په اتومي بټۍ کې د نوي ورکشاپ د فعالیت د پیل کیدو خبر ورکړی او د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم د خبریدو په هکله اعلامیه ورکړې.

خو ایران دا ندي ویلي چې دا ورکشاپ د نتانز د اتومي بټۍ په کومې برخې کې دی. دا اتومي بټۍ چې د ځمکې لاندې جوړه شوې، خورا پراخه ده. هلته دننه لابراتوارونه او د یورانیمو د غني کولو دهلیزونه پدې خاطر پټ جوړ شوي چې د هوایي بریدونو څخه خوندي وي.

XS
SM
MD
LG