سیما بحوث: د ښځو لپاره عدالت تامین کړئ او د مجازاتو معافیت ختم کړئ

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مشره سیما بحوث
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مشره سیما بحوث

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې (نومبر۲۵مه) په مناسبت د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اجرائیوي مشرې سیما بحوث له نړیوالو غوښتي چې د قربانیانو حمایت وکړي.

میرمن بحوث وايي: «عدالت تامین کړئ، له قربانیانو ملاتړ وکړئ او د مجازاتو څخه د معافیت کلتور پای ته ورسوئ».

نوموړې په یو ویډیويي پیغام کې ویلي عدالت په دې معنی دی چې د تاوتریخوالي قرباني په خوندي توګه د مرستې غوښتنه وکړي او د ښځو د ملاتړ بنسټونه د هغې ساتنه وکړي، عدالت ته د هغې لاسرسی تضمین کړي او له عاملینو څخه حساب واخلي.

سیما بحوث د ملګرو ملتونو تازه راپور ته اشاره کړې چې د ۱۵ کلونو او تر هغه پورته عمر لرونکو ښځو له ډلې څخه ۸۴۰ میلیونه ښځو د خپل ژوند په اوږدو کې د خپل ژوند د ملګري یا نورو کسانو له لوري تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي: «یوازې له هرو څلورو قربانیانو څخه یوه د مرستې غوښتنه کوي. یوازې اووه سلنه یې پولیسو ته مراجعه کوي، خو ان په دې حالت کې هم ډېری وخت نظام د هغوی په ملاتړ کې پاتې راځي. دوی له تبعیضي قوانینو، بنسټیز تعصب او هغو ټولنیزو کلیشو سره مخ کېږي چې پړه پر قربانیانو اچوي.».

سیما بحوث وايي ډیجیټلي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا د ناوړه ګټې اخیستنې او ځورونې زمینه په داسې چټکۍ برابروي چې قوانین او قضايي ادارې یې د مخنیوي او ځواب ویلو توان نه لري.

هغې ویلي دي: «د ښځو د خوندیتوب لپاره د لا پیاوړو قوانینو او قضايي ادارې رامنځ ته شي، داسې خدمتونه برابر شي چې د قربانیانو خوندیتوب او انساني کرامت ته لومړیتوب ورکړي،اغېزمنې څېړنې او عدلي تعقیب،د جبران او د حقونو د ترلاسه کولو لپاره لاسرسی برابره شي.»

ملګري ملتونه وايي په هغو هېوادونو کې چې د کورني تاوتریخوالي په اړه قوانین لري، شمېر یې په ۱۹۹۵ کال کې له ۱۲ هېوادونو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰۴ هېوادونو ته لوړ شوی دی. په ۷۷ هېوادونو کې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کاري پلانونه جوړ شوي دي چې نږدې دوه میلیارده ښځې او نجونې پکې ژوند کوي.

د تېرو دېرشو کلونو په اوږدو کې د ملګرو ملتونو امانتي صندوق(UN Trust Fund) په ۱۴۰ هېوادونو او سېمو کې له ۲۵۰ میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده. یوازې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ یې ۱۲۰ میلیونه کسانو ته خدمتونه او ملاتړ رسولی دی.

XS
SM
MD
LG