د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې "ټولې ازادۍ د رسنیو پر ازادۍ تړلې دي."
ګوتېرش د یکشنبې په ورځ [مې درېیمه] په خپلې اېکس پانې کې لیکلي چې د رسنیو د ازادۍ پرته نه شي کیدای چې "بشري حقونه، دوامداره پرمختګ، او سوله شتون" ولري.
ګوتېرش پر هېوادونو غږ کړی: "راځئ چې د ژورنالیستانو د حقونو ساتنه وکړو او داسې نړۍ جوړه کړو چېرې چې حقیقت او حقیقت ویونکي خوندي وي."
هر کال، د مې په درېیمه نېټه، د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي. پدې ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ د بنسټیزو اصولو لمانځنه او په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ ارزونه ترسره کېږي.
د بې پولې خبریالانو د رسنیو د ازادۍ په سږني شاخص کې راغلي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په نړۍ کې د بیان ازادي مخ په کمزورې کېدو ده.
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ددې ورځې په مناسبت لیکلي چې "ژونالیزم سوله رامنځته کوي."
یونسکو په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په معلوماتو کې لاسوهنې "وېش ته لمن وهي او باور له منځه وړي."
اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له ازادو رسنیو پرته ډېموکراسي پاېښت نه مومي.
اعلامیه زیاتوي چې "خپلواکې رسنۍ د هرې ډیموکراتیکې ټولنې بنسټ" جوړوي.
اروپايي ټولنې د نړیوالو قوانینو په مراعاتولو ټینګار کړی او ویلي چې "خبریالان باید په هر وخت کې خوندي وساتل شي."
د بخښنې نړیوال سازمان د خبریالانو د ځورولو او ګواښلو یادونه کړې لیکلي: "په ټوله نړۍ کې، خبریالان د خپلو دندو د ترسره کولو له امله غلي کیږي، زنداني کیږي او ورک کیږي."
د بې پولو خبریالانو د ټولنې د موندنو له مخې، د لومړي ځل لپاره د نړۍ له نیمایي څخه ډېر هیوادونه اوس د مطبوعاتو د ازادۍ له اړخه په "ستونزمنو" یا "ډېرو جدي" کټګوریو کې شمېرل کېږي.
د بې پولو خبریالانو د شمېرنو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې ١٣ خبریالان وژل شوي او ٤٤٠ نور نیول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه