په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) خبر ورکړی چې د سوېل ختيځ زون په درېيو ولايتونو خوست، پکتيا او پکتيکا کې به د ۴۰ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت پراختیايي پروژې پلې کړي.
د یاد دفتر مرستیال اندريکا رتواتي دا څرګندونې د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د يو جوړ شوي استنادي ديوال د پرانیستنې په مراسمو کې وکړې.
په نټیو کې دا ۲۴۵ متره اوږد استنادي دیوال، د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق په مالي همکارۍ د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځايونو ادارې له خوا جوړ شوی دی.
رتواتي د څو لسیزو جګړو په سبب، دا سیمه د بیا رغونې په برخه کې محرومه یاده کړه او د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نورو پروژو د عملي کولو ژمنه یې وکړه.
هغه وویل: "دې حوزې د لسیزو په اوږدو کې له مهمو سرچینو د شخړو په سببه کومه ګټه نده پورته کړې، ځکه موږ د سویل ختیځي حوزې لپاره اوس ۴۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړیدي تر څو پر بنسټیزو پروژو کار وکړو. دا پروژې د ۲۰۲۳ په اګسټ کې پیل او د ۲۰۲۵ تر ډسمبره به دوام ولري."
ښاغلي رتواتي دغه استنادي دیوال د سیلابونو د مخنیوي لپاره اړین وباله او زیاته یې کړه چې ددې دیوال په مرسته به اوس په دې سیمه کې نژدې ۵۵ جریبه زراعتي ځمکه هم په اساسي ډول خړوبیږي.
اندریکا رتواتي وویل: "موږ ۹۰ ورځي پر دې دیوال کوم چې زما شا ته یې تاسو وینئ سخت کار وکړ. ۶۰ کسانو ددې دیوال په رغولو کې برخه لرله چې بالاخره موږ وتوانیدو چې د سیلابونو د مخنیوي تر څنګ، د کورونو او ځمکو د ویجاړۍ مخه هم ونیسو. په همدې ساحه کې اوس ۵۵ جریبه زراعتي ځمکه هم خړوبیږي."
که څه هم ددې سیمې اوسېدونکي د بیارغونې ورته چارو ته خوښ دي، خو بیا هم له ولایتي ادارې او نړیوالو موسسو څخه غواړي چې د روغتونونو او نجونو لپاره د ښوونځیو په جوړولو کې د دوئ مرسته وکړي.
د خوست اوسېدونکي ولي خان امریکا غږ ته وویل: "موږ له دې موسیسې څخه خوشحاله یو او کور ودانی یې وایو، خو اوس هم یوازې ۲۰ سلنه کار شویدی او ۸۰ سلنه کارونه پاتي دي، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ سره نوره مرسته هم وشي."
د همدې سیمې بل اوسېدونکی د استنادي دیوال جوړولو ستر کار بولي او د نور ستونزو یادونه کوي. هغه وویل: "موږ غواړو چې دلته کلینکونه راته جوړ شي ځکه زموږ مریضان پر لاره مړه کیږي. او زموږ د جنیکو لپاره د مکتب ستونزه هم حل شي."
سویل ختیځه حوزه د افغانستان یو له هغو سیمو څخه ده چې تل یې وګړو ته د سیلابونو او نورو طبیعي افتونو په سبب لوی زیانونه اوړي. د سیمي اوسېدونکي وايي چې د دغه استنادي دیوال په څېر د پروژو پلې کېدل به د ډیرو ستونزو مخنیوی وکړي.
فورم \ دبحث خونه