د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوله؛ د یوناما مشرې دوحه کې له افغان مذاکره کوونکو ډلو سره کتلي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما مشرې دبیرا لاینز په دوحه کې له افغان مذاکره کوونکو پلاو سره کتلي دي.

​یوناما ویلي چې اغلې لاینز تیره ورځ له دواړو مذاکره کوونکو ډلو سره لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې ټینګېدو برخه کې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

پر همدې مهال د سولې په چارو کې د دولت وزرات وايي چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغان سولې بهیر اړوند وروستیو پرمختګونو، د داخلي اجماع پر پیاوړتیا او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه خبرې کړي دي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوی د مشر محمد معصوم ستانکزي له قوله ویل شوي: "اړتیا ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ملي او نړیواله اجماع وساتل شي او پياوړې شي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ګټور واقع کېدای شي."

د اعلامیې له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرې دبیرا لاینز د داخلي اجماع د پیاوړتیا ترڅنګ په دغه برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان پر همکارۍ په ټینګار سره ویلي چې یاد سازمان د افغان سولې بهیر له نژدې څاري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په اعلامیه کې د اغلې لاینز له قوله ویل شوي: "د سولې بهیر یو وخت ‌نیوونکی بهیر دی او باید رامنځته شوی فرصت په سم ډول وکارول شي... زموږ اقدامات باید د سولې مذاکراتو اوسنی بهیر ټکنی نه ‌کړي او یا یې باور زیانمن نه‌ کړي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما مشره له افغان مذاکره کوونکو ډلو سره د سولې بهیر پر څرنګوالي او راتلوونکو ګامونو د بحثونو لپاره تیره ورځ دوحې ته ورسېده.

یوناما تیره ورځ وویل چې اغلې لاینز به له مذاکره کوونکو ډلو سره پر دې هم خبرې وکړي چې ملګري ملتونه په څه ډول د دغو هڅو ملاتړ کولای شي.

دبیرا لاینز پر داسې مهال له افغان مذاکره کوونکو ډلو سره ګوري چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پرانیستلو وروسته په یاد بهیر کې د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو ویر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په لېږلي لیک کې ویلي و چې واشنګټن له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، پاکستان ایران او هند د ځانګړو استازو په حضور کې د افغان سولې بهیر د یوې واحدې لارې د بحثونو په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG