د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې د څرنګوالي په اړه نظر ورکول له وخت مخکې دي- پرایس 


د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند نېډ پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې متحده ایالتونو د افغانستان د سولې بهیر د چټک کولو هلې ځلې پیل کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې د واشنګټن یو لومړیتوب دا دی چې د افغانستان مشکل ته یو دپلوماتیک حل پیدا کړي.

نوموړي‌ وویل چې امریکا هېڅ نغواړي ‌چې افغانستان ته کومه «نسخه» وړاندې کړي، خو په خبره یې دا هڅې کوي چې افغان دخیلې غاړې، نړیوال متحدین او د سیمې هېوادونه قانع کړي چې د افغانستان د امنیت، ثبات، سولې او د تېرو لسیزو د لاس ته راوړنو د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي او برخه واخلي.

نوموړي داسې مهال دا خبره وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په یو استول شوي لیک کې غوښتي چې واشنګټن غواړي د امریکا، روسیه، چین، پاکستان، ایران او هند سره په ګډه د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي مرستیال «روزمری دی کارلو» ویلي چې د «همه شمول سیاسي حل» له لارې افغانستان پایداره سولې ته رسېدلی شي خو ویې ویل چې د ستونزو حل دومره اسان نه دی.

دا پرمختګونه داسې مهال کیږي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر غني او نورو سیاسي چارواکو سره له لیدو وروسته په پاکستان د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز جاوید قمر باجوه سره لیدلي او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG