د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: افغانستان کې ګواښونو زیاتیدل او تخریبي ډلو منسجم کیدل حقیقت نلري


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو عمومي منشي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو زیاتیدل او تخریبي ډلو منسجم کیدل حقیقت نلري.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو پر زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې اوس مهال له دغه هیواد څخه بهر د دغو ډلو فعالیتونه د زیاتیدو په حال کې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب ۴) ویلي، چې مولوي امیر خان متقي افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې ډیبرالاینز سره د سه شنبې په ورځ په کتنه کې دا ډول څرګندونې پارونکي بللی دي.

" افغانان دغه ډول څرګندونې تشویش اچوونکي، پارونکي او په سملاسي ډول د تخریبي ډلو هڅونه او ورته کمپاین بولي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه راز ښاغلي متقي میرمن لاینز ته ویلي، چې حکومت یې هیچاته اجازه نه ور کوي چې د افغانستان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي.

دمخه د ملګروملتونو پر بندیزونو د څار کمیټې په یو راپور کې ویلي وو، چې داسې کومه نښه نشته چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د نړیوالو تروریستي ډلو د فعالیتونو د محدودولو په برخه کې د طالبانو د ډلې اقدامات وښيي.

د ملګروملتونو د بندیزونو دڅار د کمیټې په راپور کې دا هم ویل شوي وو، چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د پخوا پرتله د سخت دریځو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي سره د میرمن ډیبرا لاینز د کتنې په اړه ویلي چې په دې کتنه کې د ټولو افغانانو د حقونو د ساتنې، اقتصادي ګواښونو پر وړاندې پرمختګ او ښوونځیو ته د ټولو نجونو او هلکانو د ستنیدلو پر چمتوالي ټینګار شوی دی. خو " یوناما" د امنیتي ګواښونو زیاتیدلو او تخریبي ډلو منسجم کیدلو په اړه څه نه دي ویلي.

" یوناما" ویلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست سره د میرمن لاینز کتنه د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت د شورا د راتلوونکي غونډې دمخه شوې ده.

XS
SM
MD
LG