د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د خوندیتوب لپاره دې غښتلی قانوني چوکاټ جوړ شي – یوناما


یوناما د ښځو د خوندیتوب لپاره د غښتلي قانوني چوکاټ په جوړولو ټینګار کړی
یوناما د ښځو د خوندیتوب لپاره د غښتلي قانوني چوکاټ په جوړولو ټینګار کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د افغانستان د جزا د نوي کوډ د نافذیدو هرکلی کړی او له تاوتریخوالي څخه د ښځو د خوندیتوب لپاره یې د یو 'غښتلي قانوني چوکاټ' پر جوړولو ټینګار کړی.

د افغانستان د جزا نوی قانون، چې د ۱۳۹۵ کال په حوت میاشت کې توشیح شوی وو، تیره اونۍ د افغان دولت له خوا نافذ شو.

یوناما په یو بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، د دغه قانون تنفیذ د عدلي او قضايي سکتور په اصلاح کې یو مهم اقدام ګڼلی او ویلي یې دي، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د جزا له یو داسې قانون څخه برخمن شوی، چې نړیوالو میثاقونو ته په کتو د جرمي عدالت او جرم پیژندنې له نوو لارو چارو سره سمون لري.

خو یوناما د جزا له قانون څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مجازاتو د فصل د لرې کولو له امله د ښځو د ممکنه قانوني خوندیتوب د تضمین په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي "یوناما به له ښکیلو اړخونو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې د نوي قانون اجرا به د معافیت خلا رامنځ ته نه کړي او په ځانګړې توګه به له تاوتریخوالي څخه د ښځو د ساتنې لپاره یو غښتلی قانوني چوکاټ شتون ولري".

یوناما ټینګار کړی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو اوسنی قانون به په خپل ځای پاتې شي او دغه اداره به د ښځو لپاره د قانوني خوندیتوب د چمتو کولو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مجرمیت پیاوړی کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولی دفتر ویلي چې د دغه قانون په تطبیق کې به له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

د یوناما په بیان کې راغلي "یوناما غواړي له افغان چارواکو سره کار وکړي، ترڅو د جزا د دغه تعدیل شوي قانون له پوره پلي کیدو څخه ډاډ ترلاسه شي او له امله یې هغه کسان چې له ملي او نړیوالو قوانیونو څخه سرغړونه کوي په بشپړه توګه مسؤل وګڼل شي".

د افغانستان د جزا د کوډ له تصویب او نافذیدو وروسته د دغه هیواد ۳۳ جزايي قوانین لغوه شوي او یوازې د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالي د له منځه وړلو قانون په خپل حال پاتې دی.

XS
SM
MD
LG