د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د "جسدونو پرې‌ کولو" ويډیو دې وڅېړل شي ـ یوناما


َعکس(ارشیف)
َعکس(ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) په ټولنیزو رسنیو کې د هغه خپره شوې ویډیو چې ظاهراً په کې ښکاري ځینې امنیتي سرتیري د وژل شوو طالب وسله والو جسدونه پرې‌کوي، ټکان ورکوونکې بللې ده.

یوناما د پنجشنبې په ورځ اګست۱۳مه(زمري۲۳مه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دې اړه باید ژر تر ژره څېړنې وشي: "څېړنې باید چټکې او هر اړخیزې وي، که جرمونه اثبات شي، مجرمین باید وپيژندل شي او مسؤل وي."

د افغانستان دفاع وزارت هم تیره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د خپرې شوې ویډیو په اړه خبر شوي او په دې اړه جدي څېړنې کوي.

دفاع زیاتوي: "که چیري ثابته شي چې دا د ملي اردو منسوبین دي، د افغانستان اسلامي دولت د نافذه قوانینو په بنسټ به د متخلفینو سره چلند وشي."

وسله والو طالبانو هم ادعا کړې چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوی د وژل شوو وسله والو له جسدونه سره د افغان سرتیرو لخوا ناوړه چلند شوی دی.

طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې له بشري حقونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې په دې اړه چوپ پاتې نشي او یاد یاد عمل وغندي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډيو خپره شوې چې په ظاهره لیدل کیږي، یو شمېر کسان چې د ملي اردو یونیفورم یې په تن دی د وژل شوو کسانو د بدن غړي په تبر پرې کوي.

XS
SM
MD
LG