د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما یو ځل بیا د طالبانو له بنده د پنځو ښځینه فعالانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه


ظریفه یعقوبي
ظریفه یعقوبي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د ظریفې یعقوبي په ګډون د پنځو ښځینه فعالانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

یوناما د شنبې په ورځ ډسمبر درېیمه (لېندۍ ۱۲) پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو لخوا د ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو له نیول کېدو څخه یوه میاشت تیریږي، خو تر دا مهاله د هغوی برخلیک معلوم ندی.

ملګرو ملتونو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په دغه موده کې، طالبانو د هغوی کورنیو ته له یادو کسانو سره د ملاقات اجازه نه ده ورکړې.یوناما زیاته کړې تر اوسه په دې اړه هیڅ روښانه معلومات نشته چې ولي دغه میرمنې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

طالبانو ظریفه یعقوبي او د هغې څلور همکارانې د تیرې نومبر میاشتې په دریمه د کابل ښار په لوېدیځه څنډه کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال نیولي و.

په دې وروستیو کې د بښنې نړیوال سازمان وویل چې طالبانو د نومبر میاشتې له پيل څخه د بشري حقونو درې تنې ښځینه فعالانې ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف په کابل کې ونیولې او هغوی اوس مهال د طالبانو په بند کې دي.

د طالبانو حکومت لخوا د یادو ښځینه فعالانو نیول کېدو پراخ غبرګونونه پارولي او تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د بشري حقونو شورا او یوناما یې د طالبانو له بند څخه د خلاصولو غوښتنه کړې وه.

له دومره پراخو نړیوالو غوښتنو سره سره، د طالبانو حکومت د دغه ښځينه فعالانو د بندي کېدو په اړه بې خبري ښودلې ده او په دې معلومات نه شریکوي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو خبري کنفرانس په مهال خبریالانو ته د میرمن یعقوبي د نیولو په اړه وویل، چې د دې پیښې په باب معلومات نلري او د معلوماتو د راټولولو وروسته به خپل دریځ رسنیو سره شریک کړي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (يوناما) د تازه غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG