د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د ظريفې يعقوبي او نورو فعالانو حقونو ته بايد درناوی وشي


ZARIFA YAQUBI
ZARIFA YAQUBI

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما) د ظریفې یعقوبي نیول کېدو ته په اشاره ویلي چې د بشري حقونو فعالانو ته باید درناوی وشي او د توقیف ځایونه دې په ډاګه شي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ ناوخته نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې نیول شوي کسان باید له خپلو کورنیو سره د اړیکو نیولو اجازه ولري.

یوناما زیاته کړې: "دظريفې يعقوبي او نورو فعالانو حقونو ته بايد درناوی وشي او دهغوی د توقيف ددوام لاملونه دې په ډاګه شي. یوناما توقیف شویو کسانو ته د لاسرسي او د نورو د ساتنې دځای دروښانه کيدو په لټه کې دی. ټول توقیف شوي کسان باید له خپلو کورنیو او حقوقي مشاور سره د تماس اجازه ولري."

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې ظریفه یعقوبي او همکاران یې د نومبر میاشتې په څلورمه د کابل ښار په دشت برچي کې د «افغان ښځو د برابرۍ حرکت» د اعلان په مهال د طالبانو لخوا نیول شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم تر دې مخکې د طالبانو له بند څخه د بشري حقونو د ښځینه مدافعینو د ژر تر ژره ازادولو غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان د نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) ویلي و چې طالبانو لس ورځې مخکې، د ظریفې یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف په نومونو د بشري حقونو مدافعینې نیولې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان یادو نیونو ته په غبرګون همدارنګه ویلي و چې طالبان باید د اوسنیو چارواکو په توګه قوانین او نړیوال نورمونه رعایت کړي او له کوم قید او شرط پرته د بشري حقونو دغه مدافعینې او همکاران یې خوشي کړي.

یاد سازمان د ظریفې یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، حمیرا یوسف او نورو د نیولو شویو همکارانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

تر دې مخکې د ښځو د حقوقو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو هم د طالبانو له بند څخه د ښځینه فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته د میرمن یعقوبي د نیولو په اړه وویل، چې د دې پیښې په باب معلومات نلري او د معلوماتو د راټولولو وروسته به خپل دریځ رسنیو سره شریک کړي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د تازه غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG