د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا شارژدافیره: د خپلو حقونو په اړه د مېرمنو خبرې افغانستان ته ګواښ نه دی


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیر کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیر کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیرې د طالبانو حکومت لخوا د بشري حقونو د ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د خپلو حقوقو په اړه د ښځو خبرې، د دغه هیواد لپاره ګواښ نه دی.

کرن ډیکر د سې شنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لېندۍ لومړۍ) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو لخوا د ښځینه بشري فعالانو نیول، د دغه هیواد ثبات کمزوری کوي او په خبره یې دغه کار «قطعاً سوله ییز نه دی».

اغلې ډیکر همدارنګه د ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو نورو همکارانو د خوشي کولو په اړه کمپاین سره یو ځای شوې او یو ځل بیا یې د هغوی د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې ظریفه یعقوبي او همکاران یې د نومبر میاشتې په څلورمه د کابل ښار په دشت برچي کې د «افغان ښځو د برابرۍ حرکت» د اعلان په مهال د طالبانو لخوا نیول شوې دي.

یاد سازمان همدارنګه ویلي چې د ظریفې یعقوبي وروسته د فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف په نومونو د بشري حقونو مدافعینې هم نیول نیول شوي دي.

د ظریفې یعقوبي او همکارانو نیولو پراخ غبرګونونه پارورلي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» په ګډون د بشري حقونو شورا او د افغانستان لپاره د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د یادو فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

یوناما د نومبر میاشتې پر ۱۶مه د ظریفې یعقوبي نیول کېدو ته په اشاره ویلي چې د بشري حقونو فعالانو ته باید درناوی وشي او د توقیف ځایونه دې په ډاګه شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم د نومبر پر ۱۹مه د ظریفې یعقوبي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو خبري کنفرانس په مهال خبریالانو ته د میرمن یعقوبي د نیولو په اړه وویل، چې د دې پیښې په باب معلومات نلري او د معلوماتو د راټولولو وروسته به خپل دریځ رسنیو سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG