د لاس رسي وړ اتصالات

د نا امنیو او بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنې؛ د یوناما پلاوی پنجشیر ته تللی و 


طالب وسله وال په پنجشیر کې
طالب وسله وال په پنجشیر کې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر «یوناما» وايي چې په پنجشیر کې د نا امنیو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د اندېښنو او ادعاو له راپورونو وروسته یې یو پلاوی دې ولایت ته تللی و.

یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ټیمونو یې د پنجشیر لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره هم لیدلي دي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

په اعلامیې کې راغلي دي چې«حساب ورکوونه او د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه د سولې اساسي کیلي ده. یوناما به په دې اړه خپل نظارت روان ساتي.»

څه موده مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوه چې په کې ښودل کېږي وسله وال طالبان د پنجشیر د دره او خنج ولسوالیو د کرامان په درو کې اته کسان په ډزو وژني. د سیمې خلک ادعا کوي چې دا کسان د «مقاومت جبهې» غړي وو. د طالبانو د دفاع وزارت ویلي وو چې په دې اړه به «جدي تحقیقات» وکړي.

د دغه وزارت په اعلامیې کې راغلي وو که له تحقیقاتو وروسته معلومه شي چې دا ویدیو تازه ده او دا پېښه د پنجشیر په ولایت کې شوې، «هغوی، چې اسیران یې وژلي» حتمآ به نیول کېږي او د «قانون منګولو ته به سپارل» کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بنیت ویلي وو چې طالبان د خپلو جنګیالیو مسئولیت په غاړه لري.

هغه د سپتمبر په ۲۶ په خپل ټویټر کې لیکلي وو: «تحقیقات او هر ډول قضايي تعقیب باید واقعي وي او د نړیوالو معیارونو په اساس وشي.»

تر دې مخکې هم یوناما په پنجشیر او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو یادونه کړې وه او په دې اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا واک ترلاسه کړ او له هماغه راهېسې د «مقاومت جبهې» د دوی په وړاندې جګړه پيل کړې ده.

XS
SM
MD
LG