د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما په پنجشیر کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په ادعاو اندېښنه ښودلې


د طالبانو او مقاومت جبهې جنګیالي
د طالبانو او مقاومت جبهې جنګیالي

له هغه وروسته چې طالبانو او د مقاومت جبهې په پنجشیر کې د یو بل د غړو د وژلو ادعاوې وکړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما هلته د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او همدغه راز د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي تېره ورځ ادعاوې وکړې چې په پنجشیر کې په جګړې کې یې د یو بل لسګونه جنګیالي وژلي او ژوبل کړي دي.

یوناما نن چهارشنبه سپتمبر ۱۴ (وږي۲۳) په خپل ټویټر کې ليکلي دي چې «په پنجشیر او نورو ځایونو کې د بشري حقونو څخه د یو لړ سرغړونو د ادعاو په اړه ډېره خواشينې» ده.

یوناما همدغه راز ویلي دي چې ښکېلې غاړې د اسیرانو د حقونو په اړه «ښکاره نړیوال مسئولیتونه» لري.

یوناما نه دي ویلي چې په جګړو کې څومره کسان وژل شوي، ژوبل شوي او بشري حقونه څنګه او چا تر پښو لاندې کړي دي. مګر وايي چې «وضعیت څاري» او غږ یې کړی چې «د هر جنایت عاملین دې محکمې ته راکش کړل» شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د عدالت او محکمې له حکم پرته د صحرايی محاکمو د ادعاو په اړه ډېر خواشینی دی.

نوموړي په دې اړه د نړیوالې پلټنې او عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې ده او ویلي دي چې وضعیت له نژدې څاري.

طالبان ادعا کوي چې د پنجشیر په جګړې کې یې د مقاومت جبهې «۴۰ تنه وژلي او ۱۰۱ تنه نور یې ژوندي» نیولي دي.

د مقاومت جبهه بیا وايي چې د طالبانو ۲۳ جنګیالي یې وژلي دي.

د دغې جبهې ویاند صبغت الله احمدي همدغه راز طالبان تورن کړي چې د مقاومت جبهې به له اسیرانو سره یې ناوړه چلند کړی دی او یو شمېر له نیول کېدو وروسته وژلي دي، خو طالبان وايي جنګیالي یې د جګړې په ډګر کې وژلي.

XS
SM
MD
LG